د کمشير پر سر چين ته د هندوستان خبرداری

روهي (جمعه/۲۷ د مرغومي)، هند له چين غوښتي دي چې د کشمير مساله کې له لاس وهنو لاس په سر شي. هندوستان پر چين غږ کړی دی چې دغه مساله د پاکستان او هندوستان ترمنځ ده چې چين بايد په کې لاس وهنه ونه کړي. 

هندوستان دغه خبرداری په يوې رسمي اعلاميې کې  چې تېره ورځ خپره شوې ده ورکړی دی. هند وروسته په دې اقدام لاس پوري کړ چې جين د پاکستان په پلوي د ملګرو ملتونو له امنيت شورا وغوښتل چې د کشمير مسالې ته پام وکړي. 

ملګرو ملتونو له وړاندې له هندوستان او پاکستان غوښتي وو چې خپل منځي کړکېچونه او ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي. هندوستان تېر کال د خپل هېواد د ساسي قانون ۳۷۰ ماده لغوه اعلان کړه او کمشير ته يې ځانګړي ورکړل شوي امتيازونه واخېستل. په دې سره کشمير د هندوستان د مرکزي حکومت تر واک لاندې راغی.