د پاکستان ګوادر بندر له لارې چين او افغانستان سره سوداګري پيل کړه 

روهي (جمعه/۲۷ د مرغومي)، د لومړي ځل لپاره افغانستان او چين ترمنځ د پاکستان سويلي بندر (ګوادر) له لارې سوداګري پيل او له افغانستانه د لومړي سوداګريز کاروان په رسېدو سره رسماً پيل شوه. 

له چين به افغانستانه ته سوداګريزي توکي د ګوادر بندر له لارې د پاکستان چمن او وروسته افغانستان ته راځي چې دغه واټن نېږدې زر کيلو متره کيږي. 

د ګوادر بندر له لارې د چين او افغانستان ترمنځ سوداګري پراخه کېدای  شي او دغه لار لنډه او ارزانه لار بلل کيږي. 

کابل کې د چين او پاکستان سفارتونو د دغه بندر د پرانېستې ويلي دي. ګوادر بندر د افغانستان سويلي ولايتونو سره نېږدې واتڼ لري.