بینظیر بوټو

 د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره بېنظير بوټو تر اتو کلو جلاوطنۍ وروسته د اکوټوبر پر 18 نېټه د يوه خونړي ښه راغلاست په ترڅ کې بېرته پاکستان ته راستنه شوه . دا چې په دې خونړي ښه راغلاست کې د چا لاس و بېلا بېل حدسونه او ګومانونه وهل کيږي . د طالبانو مشر بيت الله مسود خو ځان بې غرضه وګاڼه ، آی اس آی يې پر القاعده او طالبانو ورواچوي ، زرداري يې پر آی اس آی وراچوي او په خپله بې نظیره یې د جنرال ضيأالحق د پلويانو کار ګڼي . دا چې په پېښه کې د هرچا لاس وي ، خو يوه خبره څرګنده ده چې پاکستان له هغې ورځې څخه چې اته کاله وړاندې بېنظيربوټو پرېښودی و ډېر توپير کړی دی . سياسي لوبې او سيمه ييز حالاتود يوه ژور بحران بڼه غوره کړې ده . په پاکستان کې سياسي واک هم له داسې يو چاسره دی ، چې په هېڅ صورت له بېنظيرې سره د فکر او سياسي سوابقو ورته والی نه لري ، بلکې تل يې د دوه غليمانو په څېر چلند کړی . خو بې نظير بوټو په هر صورت ملا تړلې چې يو ځل بيا د امريکې په ملاتړ د پاکستان سياسي ډګر ته ننوځي ، خو نه دلومړۍ واکمنې په توګه ، بلکې د خپل پخواني غليم د مرستيالې په توګه . يقيناًٍ چې بې نظيره به په دې فکر کې وي ، چې يو ځل پاکستان ته راشي ورو ورو به خپل غليمان له سياسي ډګر څخه وباسي ، خو دا چې دا به په خپلو پلانونو کې څومره بريالۍ وي دې ټکي ته به راتلونکی ځواب ووايي ، خو لومړی به راشو د بې نظير بوټو د ژوند او اند سياسي پس منظر ته :
بینظیر بوټو د سیاست نړۍ ته په دې موخه ورننوته ، چې د پلار له حیثیته دفاع وکړي . پلار یې د ضیاء الحق له اوښتون څخه دوه کاله وروسته په دار وځړول شو . په شلمه پیړۍ کې بینظیر دیوه اسلامي هېواد تر ټولو کشره / کم عمره لومړۍ وزیره وه . هغه د سیاست ډګر ته تش لاس نه ده راننوتې ، بینظیر بوټو ( 56کلنه ) د کراچۍ په یوې شتمنې سیاسي کورنۍ کې زیږیدلې ده . پلار یې په تیره پیړۍ کې دپاکستان لومړی وزیر و . هغه د خپل پلار ذوالفقار علي بوټو او د لویدیزوالو د ژوند له طرزالعمل څخه اغیزمنه وه . نوموړې دخپل عمر ډیر کلونه په لویدیځ کې تیر کړي . هغې د خپل ژوند پټې او ښکاره خبرې په خپل هغه کتاب کې یادې کړي ، چې په 1989 ز کې خپورشو .
زوکړه او پیدایښت : بینظیربوټو په 1953 ز په کراچۍ کې په یوې سیاسي کورنۍ کې زیږیدلې .
زده کړه : بینظیر بوټو د هارفارډ او اکسفورډ پوهنتونو کې يې سیاست او اقتصاد لوستی .
ټولنیز ژوند : بینظیربوټو د خپل واده په اړه په خپل کتاب ( د ختیځ لور / د بینظیر یادښتونه ) کې د خپل واده په اړه ځای ځای یو شمیرڅرګندونې کړي یو څو په زړه پورې به یې راواخلو :
« په 1980 ز کې مور مې زما د واده خبره زمزه کوله خو ما په کلکه د مور له خبرې سره مخالفت وکړ ، ځکه ما پریکړه کړې وه ، چې یو کال به نور د پلار په ویر تیروم .
بینظیربوټو په 1987 ز کې له مشهور سوداګر اصف زرداريواده کړی . اصف زرداري له اصله ایرانی بلوچ دی او کورنۍ یې څوکاله کیږي ، چې له ایران څخه اوسني پاکستان ته لیږدیدلې ، دی دلندن له پوهنتون څخه په اقتصاد کې سند لري ، له سپورت سره مینه لري ، پلار یې محمد علي د پاکستان د ملي پارلمان غړی و . بینظیربوټو دخپل واده په اړه دا اعلامیه خپره کړه :
« مذهب او کورنۍ مې راته حکم کوي ، چې واده وکړم، زه په ډیرې خوشالۍ د پاکستان خلکو غوږو ته داخبره رسوم ، چې د واده وړاندیز مې دمور نصرت بیګم له خوا و. دغه واده به هیڅ کله د هغو ژمنو مخه ونه نیسي ، چې ما له خلکو سره کړي .... » د بینظیر بوټو په واده کې ددې ملګرو ،چې له پاکستان بهر اوسیدل د ګډون لپاره پاکستان ته راغلي وو ، لکه له لندن څخه یاسمين ،له انګلستان څخه کونی زایفرت ، ډیویډ موس کینور، کایت ګرېګوري ، ویکتوریا په اکسفورد پوهنتون کې د بینظیر ټولګیوال ، ان کېدیمن ،ولداکو ، کوردیسکی په هارفورډ پوهنتون کې دده دلیلي ملګري له امریکا څخه دغه واده ته رابلل شوي وو .
بینظیر درې بچیان لري یو یې زوی او دوه یې لورګانې دي ، درې واړه په زده کړو بوخت دي.
آصف زرداري دآزادې قریحې څښتن دی . لومړی کس دی ، چې په اسلامي نړۍ کې له لومړۍ وزیرې سره واده کوي . کله ، چې آصف زرداري خبرې کوي ، بینظیره چې دوه ځلې ( 1988 – 1989 او 1993 – 1996) پورې لومړۍ وزیره وه . په ډیر ویاړ ورته غوږ باسي .زرداري هم نيت لري ، چې له پېنظير سره هېواد ته راستون شي او د 2007 ز په ټولټاکنو کېله دې سره ونډه واخلي .کله ، چې د ځینو ځانګړو موضوعاتو په اړه خبرې راڅرخي بینظیره د آصف خولې ته ګوري . ددوی ترمنځ يو بل مشترک ټکی دآصف زرداري 11 کاله بند او ددې په تبعید کې 11 کاله ژوند تیرول دي .
سیاسي ژوند :
بینظیر بوټو د لومړي ځل لپاره په 1977 ز کې د جنرال ضیاءالحق له اوښتون څخه مخکې راوګرځیده . دغه مهال جنرال ضیاء د دې پلار ذوالفقار علي بوټو ونیوه او په 1979 ز کې یې په دار وځړاوه . بینظیره په کور کې نظربنده شوه ډیره موده وروسته پردې وتوانیده ، چې له هېواده بهر ولاړه شي . درې میاشتې وروسته ، چې کله جنرال ضیاء د الوتکې په یوه پیښه کې په مرموزه توګه ووژل شول دا بېرته راستنه شوه . د ضیاء مړينې بینظیرې ته دا زمینه په لاس ورکړه ، چې د بیرته راستنیدو په سوچ کې شي . هغې لس کاله په تبعید کې تیر کړي و . د پاکستان په سیاسي ډګر کې دضیاء د مړینې له کبله درې میاشتې وروسته هېواد ته راستنه شوه او د پاکستان د خلکو ګوند واګې یې په لاس کې ونیوې ، چې په 1967 ز کې یې پلار بنسټ ایښي و .
کشره لومړۍ وزیره :
په 1988 ز کې د بینظیربوټو ائتلاف پردې وتوانیده ، چې په پارلماني ټولټاکنو کې یو څه څوکۍ تر لاسه کړي ، همدغې پیکه بریالیتوب دا زمینه په لاس ورکړه ، چې دصدارت څوکۍ راخپله کړي . هغه مهال یې عمر ایله 35 کاله و او د یو اسلامي هېواد لومړۍ او کشره لومړۍ وزیره شوه . دبینظیرې حکومت له یو لړ ستونزو سره مخ شو . تر ټولو سخت یې هغه اقتصادي ستونزې وې ، چې نوموړې ورسره وړ او کارنده چلند ونه شو کولای ، د سیاسي مخالفینو خولې د همدې لور ته راواوښتې ، ان تردې ، چې پر بینظیر او د دې پر میړه اصف زرداري د درغلۍ او له واک څخه دناوړه استفادې تورونه ولګیدل . کله ، چې هېواد له سیاسي انارشۍ سره مخ شو ، د سیاسي ژوندون خوند ورسره ډیر پیکه شو . دغه ډول بدلون ولسمشر غلام اسحق خان دې ته اړ ویست ، چې د 1990 ز په اګسټ کې دبینظیر حکومت ړنګ کړي . اصف زرداري دغه مهال دبینظیر په کابینه کې دبهرنیو پانګو وزیر و . د مخکینو درغلیو او بډو اخیستنې په تور حکومت نوموړی ونیوه اود دریو کلو ( 1990-1993 ز پر بند يې محکوم کړ .
د واک تر لاسه کول او تبعید :
د 1993 ز د اکتوبر په عمومي ټولټاکنو کې بینظیر بوټو پردې وتوانیده ، چې تر دريو کاله وروسته دصدارت څوکۍ بېرته تر لاسه کړي ، خو بخت ورسره یاري ونه کړه او حکومت یې دوام ونه موند . دا ځل دده خپل ملګري او ملاتړي فاروق لغاري په 1996 ز کې د دوهم ځل لپاره د بېنظیر د حکومت د ړنګولو پریکړه وکړه . د تیر په څیر یې پر خاوند د درغلۍ ، بډو نوي تورونه ولګیدل ان تردې ، چې اصف زرداري د پاکستان په اقتصادي کړیو کې د ( ښاغلي 10٪ ) پرنوم مشهور شو . دا له هغه سوداګریزو تړونونو څخه کنایه ده ، چې حکومت به لاسلیک کول او ده به ورځینې لسمه برخه د ځان لپاره راګرځوله . بینظیر بوټو له 1996 ز څخه رادیخوا له هېواده بهر په برتانیه او متحده عربي اماراتو کې اوسیږي او هغو شېبو ته یې دوه سترګې څلور شوې ، چې کله به هېواد ته راستنیږي او دخپل پخواني فعالیت یو څه برخه به بیرته پیلوي .
بینظیر بوټو د پاکستان اقتصادي او سیاسي ستونزې د افغانستان له کړکیچ سره تړي نوموړې په دې باور ده ، چې پاکستان یو له هغو هېوادو څخه دی ، چې له دغه وضعیت څخه ډیر زیانمن دی . کله ، چې په 1979 ز کې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان برید وکړ دا ددې لامل شوه ، چې په پاکستان کې نظامي دیکتاتوري پیاوړې شي او پاکستانیان څو لسیزې له منتخب او مشروع حکومت څخه بې برخې شي . همدا دیکتاتوري وه ، چې دیني مدرسې د ترهګرو پر ځالو بدلې شوې په هېواد کې مذهبي تاوتریخوالی ، کور دننه او بهر تعصب خپلې ریښې وغزولې . بینظیره وایې پاکستان او اسلامي نړۍ ته په کار ده ، چې خپل پخوانی تاریخي او متمدنه رول راخپل کړي ، چې په سیمه کې تلپاتې سوله رامنځ ته شي . درې شیان سوله ، ازادي او د بشر حقوق له موږ سره مرسته کولای شي . که چیرې سیمه ثابت ارزښتونه راخپل کړي ترهګرې به له دې ځایه ګډه وکړي خو دولتي هغه بیاهم وي .
د لوستونکو د معلوماتو لپاره په پاکستان کې د دیني مدرسو ستونزه دجنرال ایوب خان له مهاله یوه توده او ستونزمنه موضوع وه . په خپله د بینظیر پلار ذوالفقارعلي بوټو( 1971- 1973 ) کې دمدرسو د راجستر کولو هڅه وکړه خو ناکام شو . کله ، چې واک ضیاء الحق ( 1977- 1987) تر لاسه کړ د مدرسو شمیر یولس زرو ته ورسید ، ځمکه یې ورکړه دولت ورسره منظمې مالي مرستې کولې . سیمه ټوله د پاکستان د ناکره سیاستونو او ناسپیڅلوموخو له امله سره تبۍ شوې ده
د بینظیر بوټو په ژوند کې دوه جنرالان ډیر مهم دي ، لومړی جنرال ضیاء او بل جنرال پرویز مشرف . جنرال ضیاء د بوټو له کورنۍ سره په دښمنۍ واوښت ، ځکه ، چې د بینظیربوټو پلار ذوالفقارعلي بوټو يې لومړی له واکه لری کړ او وروسته یې بیا په دار وځړاوه . بینظیر بوټو یې په کور کې نظر بنده کړه .او جنرال مشرف خو بيا دا په خپله دد پاکستان له سياسي ډګر څخه ايستلې وه . زه د بۍېنظيرې ژوند ليک له هغې ټوکې سره پای ته رسوم ، چې جنرال ضیاء له بینظیر بوټو سره کړې وه :
په 1988 / می / 29 کې جنرال پارلمان ړنګ کړ او لومړی وزیر جونيجو یې په کور کښیناوه . بې نظيره وايي : « دوستانو مې راته خبر راکړ ، چې جنرال به د ټولټاکنو نیټه نن اوه او پنځلس دقیقې اعلانوي ، زړه ته مې نه لویده ، چې جنرال به په خپله ژمنه ټینګ ودریږي او پردې هم نه پوهیدم ، چې جنرال ولې دغه نیټه اعلان کړه .
وروسته پوهه شوم چې څه موده وړاندې په کراچۍ کې خبري رسنیو زما د حمل خبرورکړ او ماهم تائیدکړ او خپل ملګري مې هم خبر کړل ، که څه هم ما او آصف نه غوښتل ، چې دومره زر دې د بچي څښتنان شو خو وروسته مې په نه زړه ددغه حمل هرکلی وکړ . دوستانو په ځانګړې توګه سم اټکل کاوه ، چې جنرال ځکه دغه مهال د ټولټاکنو لپاره غوره کړی ، چې زه به د حمل له امله په ټولټاکنو کې ونډه وانه خلم . ما نه شو کولای دغه ډول یو اټکل ومنم .» بې نظیر بوټو هم په ټاکنو کې د برخه اخېستو په موخه د جراحي عملياتو په مرسته تر وخت د مخه بچی دنيا ته راوړ . کله چې د جنرال داچال ونه چلېده نو يې د ټاکنو نېټه بېرته وځنډوله .