روهي( څلورنۍ/۲۵ د مرغومي )، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ریاست د مسلکي او فني کارکوونکو له خوا د شیشم باغ په څېړنیز فارم کې د غنمو پر ۴۱ ډولونو، چې په کې مورني، هستوي او تجربوي تخمونه شامل دي څېړنې کیږي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې څېړنه کې د غنمو ۴۱ ډولونه (ورایټۍ) چې په کې د نباتاتو د اصلاح، اګرانومي او د ناروغیو د مطالعې سیټونه شامل دي تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددغو څېړنو پایلې د کرنې له کارپوهانو، متخصصینو او بزګرو سره شریکیږي، ترڅو په راتلونکي کې د غنمو د ښه او ډېر تولید په پار کوټلي ګامونه واخیستل شي. ددې ترڅنګ په دې څېړنیز فارم کې بزګرو، ځمکوالو، د کرنې پوهنځی او د کرنې د انسټیټوټ زده کړیالانو ته هم د کرکېلي په بېلابېلو برخو کې د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د ودې په پار څېړنیز پروګرامونه پلي کړي. ددې ادارې د پلان پر بنسټ د شیشم باغ په څېړنیز فارم کې د حبوباتو، سبو او مېوو پر تخمونو او ددې ترڅنګ د بڼونو داصلاح، ترویج او تکثیر په پار بېلابېل څېړنیز پروګرامونه ترلاس لاندې نیول شوي دي، ترڅو د بزګرانو او بڼوالو د پوهې کچه لوړ او د قناعت وړ حاصل او عاید تر لاسه شي.
وروستي