طالبان:  ایران او متحده ایالاتو کړکیچ به د افغانستان د سولې په پروسه اغیزه ونلري

روهي( درې نۍ/۲۴ د مرغومي)، طالبانو ویلي چې د متحده ایالاتو او ایران ترمینځ د نظامي فشارونو ډیریدل د دوی او واشنګټن ترمینځ خبرو باندې اغیزه نلري.

د یادونې وړ ده چې متحده ایالاتو د جنوري په نیټه د بغداد هوایي ډګر ته څېرمه په هوایي برید کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک مشر میجر جنرال قاسم سلیماني وواژه، وروسته له هغه چې ایران په عراق کې د امریکا په سفارت بریدونه وکړل. د ایتلافي ځواکونو ترمشرۍ لاندې په دوه پوځي اډو باندې له لسګونو ډیر بالستیک توغندي توغول شوي دي.

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي د اردو له مشر سره وکتل او د افغانستان د سولې پروسې په اړه یې خبرې وکړې.

ایران ادعا کړې وه چې په برید کې ۸۰ امریکایان وژل شوي، په داسې حال کې چې امریکا دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې ټول امریکایان خوندي دي.