د (Windows 7) کارونکو ته د مايکروسافټ خبرداری 

روهي (درې نۍ/۲۴ د مرغومي)، مايکرو سافټ کمپنۍ خپل هغه مشتريانو ته چې Windows 7 کاروي خبرداری ورکړی دی چې د سايبري بريدنو د مخنيوي په پار خپل کمپوټرونه آپډېټ کړي. 

له همدې اوونۍ وروسته به مايکروسافټ کمپني د Windows 7 د ملاتړ يا support لاس په سر شي، چې پايله کې يې ښايي سايبري بريدګر او ويرسونه په اسانۍ سره دغه عامل پروګرام ته دننه شي. 

 Windows 7 پروګرام له لسو ډېر کالونه کيږي چې د کمپيوټر عملياتي پروګرام دی چې اوس يې پر ځای Windows 10 او نور پرګرامونه راغلي دي چې د ويروسونو او سايبري بريدونو پر وړاندې د ساتنې وړتياوې لري. 

مايکرو سافټ کمپنۍ ويلي دي چې د Windows7 د End of support پالېسۍ وروسته دغه وينډز پروګرام ښايي له هر ډول سايبري بريد اغېزمن شي او غور ده چې د مايکرو سافټ مشتريان د Windows7  پر ځای له Windows 10  ګټه واخلي او يا هم د Windows7 په اړه دقيق اوسي او د شته ګواښ نو په اړه يې اقدامات وکړي.