د پکتيا له زندان اووه  بنديان بريالي تښتېدلي 

روهي (دوه نۍ/۲۳ د مرغومي)، د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې تېره شپه ماسخوتن ۸:۳۰ اووه طالب بنديان له زندان تښتېدلي دي. 

ولايتي چارواکي وايي چې طالب بنديانو لومړی د جومات پنجره ماته کړې، د زندان انګړو ته وتلي، وروپسې يې د رخت له ټوټو ګټه اخېستي او له اغزن تار اوښتي دي. 

د پکتيا د زندان مدير ويلي دي چې د اووه له منځه څلور کسان طالب زندانيان وو او درې نور بيا په نورو جرمونو زنداني شوي وو، خو طالبانو ويلي دي چې اووه واړه زندانيان د دوی کسان وو. 

ولايتي ادارې ويلي دي چې د قضايی او عدليي ارګانونو په شمول يې يو ګډ هيت ټاکلی دی ترڅو دغه قضيه وڅېړي.