منطقوي جنګونه؛ پيېلی که نا پيېلی افغانستان؟

نن سبا دا بحث ډېر تود دی، چې افغانستان په منطقوي شخړو کې طرف شي که نه؟ کله چې مونږ په منطقوي شخړو کې د افغانستان د ورګډېدو او يا بې پلوۍ خبره کوو نو د دې بحث لپاره بايد څو پوښتنې مخې ته کېښودل شي، د دې پوښتنو ځوابول بيا د طرفۍ او بې طرفۍ لپاره وکټورونه جوړوي. يو شمېر اساسي پوښتنې ښايي په لاندې ډول مطرح شي:
 
پيېلتوب او افغان غميزې!
ښايي دا به د تل لپاره مناسب حالت نه وي چې افغانستان د منطقې او نړۍ په کړکېچونو او جنګونو کې بې طرفه پاتې شي، خو لږ تر لږه زمونږ د تېرې نيمې پېړۍ جنګونه د همدې طرفدارۍ په پايله کې رامنځته شوي دي. په همدې رڼا کې يوه بنسټيزه پوښتنه دا ده چې پييلتوب که ناپييلتوب د افغانستان په ګټه دی؟
 
پر محمد ظاهر شاه د سرطان تر کودتا وروسته د ثور کودتا د دې ويجاړوونکې طرفدارۍ يو لوی قمار و چې د شوروي په طرفدارۍ يې زمونږ عزيز ملت او لوی هېواد په داو کېښودل، تر هغه وروسته دې جنګونو سختې منطقوي او نړيوالې طرفدارۍ پيدا کړې، دا طرفدارۍ په حکومتي او ګوندي دواړو کچو پراخېدونکې وې او دي، او دا هېواد تر ننه د همدې طرفدارۍ په بټ کې نينې کېږي. 
 
د همدې لپاره اړينه ده چې افغانستان نور د جنګ او دغسې جنګي طرفدارۍ نه لږ په ډډه شي او د ساه اخېستو دمې ته کېنې، اړينه ده چې افغانستان جنګ سره يوه اوږده مخه ښه وکړي او اړينه ده چې افغانستان د خپلې بقا لپاره ثبات پيدا کړي ، په همدې خاطر لږ تر لږه اوس لپاره د منطقې په شخړو او جنګونو کې بې پلوي يوه کلاسيکه غوره پاليسي ده.
 
افغانستان د پېښو پنځوونکی که لوبېدونکی؟
دا هم بايد واضح شي چې زمونږ د منطقې په سياستونو او په ځانګړي ډول دا مهال د ايران او امريکا په کړکېچ کې افغانستان څومره رول، ارزښت او برخه لري. ايا افغانستان د پېښو پنځوونکى او که د پېښو قرباني دى؟ 
 
له بده مرغه د تېرې نيمې پېړۍ بې ثباتيو افغانستان د نړيوالو لوبو پر ميدان اړولی، افغانستان په منطقوي معادلو کې ځای نه لري او حتی د خپل وطن د پېښو مالک او پنځوونکی نه دی. دلته تېر تر څلوېښتو ډېر کلونه د جنګ تجربې دي او دا جنګونه د شوروي د نظرياتي توريد بدمرغه پيل و چې دا مهال بيا په نړيوال نظامي حشر کې بل پردی غوبل دی. 
 
په دې ټول دوران کې افغانستان ځکه د پېښو لوبغاړي پر ځای لوبېدونکی شو چې پرديو کودتاګانو پياوړې حکومتولۍ، ثبات او د دې وطن د مالکيت ملي مرکزونه ونړول. نن چې افغانستان لوبغاړی نه دی دا همدا کودتاګانې او پر تسلسل يې د څلورو لسيزو نامراده جنګونه وو چې هيڅ لوری يې وروستۍ غايې ته ونه رسېد.
 
د دې لپاره چې افغانستان له لوبېدونکي سقوط نه د لوبغاړي قيام ته پورته شي، او دې لپاره چې افغانستان په بهر او منطقه کې د پېښو شريک شي، نو زښته ډېره اړينه ده چې افغانستان په داخلي لحاظ استحکام او ثبات پيدا کړي، افغانستان بايد د دې لپاره د يو پياوړي دولت او حکومت څښتن شي، دلته بايد جنګ ورک شي او مونږ بايد د سولې او ثبات په افغانستان کې د ترقۍ او ابادۍ مزل وکړو، هلته بيا کولای شو چې مونږ خپلې مترقي او پراخېدونکې قضيې ولرو او مونږ د دې قضيو مالکان شو.
 
له امريکا سره د اړيکو تعريف!
دا ډېره مهمه ده چې د افغان حکومت او امريکا اړيکه تعريف شي، دا بايد واضح شي چې دا اړيکه د سټراټيژيکې ملګرتيا او که د راغلې امريکا د زور او موقتي راکړې ورکړې رنګ لري.
 
د بُن کنفرانس کې چې حکومت څرنګه جوړ شو له هغسې حکومت او هغه مهاله بيا تر دې دمه داسې ښکاري چې امريکا له افغان حکومت سره د يو سټراټيژيک شريک په توګه کار نه دى کړى، د سټراټيژيک شراکت لپاره اصلاً هغو لازمو ظرفيتونو، سيال چاپېريال او ملي حکومتولۍ وده نه ده کړې چې د سټراټيژيکې ملګرتيا بستر جوړوي. 
 
افغانستان د خپل جيو پوليټيک او دا مهال د جيو اېکنامک موقعيت له نظره هم مهم دی خو له بده مرغه د پياوړې دولتدارۍ او ملي لويو ګوندونو په نه شتون کې دا موقعيتونه د دې پر ځای چې له افغانستان سره د سيمې او نړۍ سټراټيژيکه ملګرتيا رامنځته کړي، پر ځای يې دغه منطقوي او نړيوال قدرتونه د مفتو شوړې وهي.
 
امريکا او د باور قضيه!
ايا امريکا د ډاډ وړ ملګرى دى او ايا زړه پرې تړل کېداى شي؟ دا هغه اساسي پوښتنه ده چې افغانانو ته نوره سواليه نه ده، دا سواليه اوس مخې ته بلا ځوابونه او د شاهدۍ مثالونه لري. 
 
تر دوه امنيتي تړونونو وروسته د پاکستان د توغندويي بريدونو او نورو جارحانه سياستونو په وړاندې امريکا څه کړي؟ دا هغه څه وو چې د امنيتي تړون له مخې د بهرني تيري پر مهال به امريکا د افغان حکومت ننګه او ملاتړ کوي. ايا په دغه اتلس کلنه ملګرتيا کې افغان امنيتي ځواکونه په هغه شکل چې شوروي دلته خپل نظرياتي نظامي بنسټونه تجهيزول، تجهيز شوي؟ 
 
يوازې دا نه بلکه په سيمه ييزو سياستونو کې د ملګرتيا باور تر ټولو لوی سوال دی، امريکا چې په خپله د سيمې په سياستونو کې واضح او تعريف شوي خطونه نه لري، دا اتلس کلونه يې د افغانستان او وروسته د عراق جنګونه زمونږ د ګاونډيانو په مرسته او همغږۍ مخې ته يووړل، د سيمې د جغرافيې، نظريې او مذهب انډولونه يې هغو هېوادونو ته ورکړل چې ظاهراً امريکا ته دښمن او لوی شيطان وايي؛ نو د سياستونو په دغسې يوه پېچلي چاپېريال او ابهام کې پر ملګرتيا باور څنګه وشي؟ 
 
زمونږ پياوړتيا او جنګ که سوله؟
مونږ په نظامي، اقتصادې، اجتماعي او سياسي لحاظ څومره پياوړي يو؟ ايا مونږ په سيمه ييزو جنګونو کې د ګډېدو توان لرو؟ ايا حکومت دا مهال واقعاً د يوې پياوړې ملي ارادې مظهر دى او د ولس په پام وړ حمايه کې له قوي موقف نه برخمن دى؟ ايا حکومت د دې وړتيا لري چې که پردي جنګ ته ننوځي نو ګټه ترې ترلاسه کولاى شي؟
 
مونږ چې د جنګ د لسيزو يو ويجاړ هېواد او ملت يو، د سيمې په داسې جنګي مشنونو کې چې زمونږ نه دي او پردي دي مونږ ولې ورګډ شو؟ مونږ چې دا خپل جنګ نه شو سنبالولی نو د اجنبي سيمه ييزې جنګولۍ د مديريت ابزار ولې شو؟
 
مونږ له جنګه تښتېدونکی ملت داسې منطقوي جنګ نه شو غوښتلی چې لمبې يې زمونږ انګړ سوځوي، مونږ داسې منطقوي جګړې نه شو زغملی چې د سولې بسترونه سوځوي او هغه هيلې چې مونږ يې سولې ته لرو هغه يوې بلې جنګي مرحلې ته ننباسي. سوله زمونږ لومړيتوب دی او د منطقې هر بلېدونکی جنګ زمونږ سوله سوځوي.