د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (يوه نۍ)

العربيه: د ايران په ستر روحاني مشر د دغه هېواد د اپوزېسيون غږ 
د ايران د اوپوزېسيون مشر مهدی کروبي د ايران له ستر روحاني مشر علي خامنه ای غوښتي دي، چې له واک ګوښه شي. 

د اپوزېسيون مشر نيوکه کړې ده چې د اوکراين الوتکه ورځې وړاندې د ايران سپاه پاسدران له خوا په راکت وېشتل شوې خو حکومت څو ورځې وروسته دغه پړه ومنله او بښنه يې وغوښتله. 

يو شمېر لاريون کوونکي او د حکومت مخالف نيوکه کوي، چې د ايران سپاه پاسدران ډلې د اوکراين نړيوالې هوايي کرښې الوتکه په عمدي ډول وېشتې ده او که چېرې ياده پېښه په تېروتنې شوې وي، نو بايد هغه شيبه يې اعتراف کړی وای. 

د ايران حکومت تېره ورځ ومنله چې په انساني تېرونتې د دوی  سپاه پاسدران ياده الوتکې وېشتلې. د ايران بهرنيو چارو وزير په شمول لوړ پوړو چارو بښنه غوښتي او له قربايانو کورنيو ته تسليت وړاندې کړی. 

جيونيوز: ایشال فیاض: زما د واده په اړه خبرې اوازې او بې بنسټه دي
 فلمي لوبغاړې ایشال فیاض د ډرامو لېکوال خليل الرحمن قمر سره د خپلې  واده خبرې رد کړې دي او ويلي دي او بې بنسټه اوازې يې بللې دي. 

له تېرو څو ورځو د دغه دوه هنرمندانو د واده په اړه خبرې په ټولنيزو رسنيو خپرې شوې خو ایشال فیاض پر فېسبوک وېډيو خپره کړې او ويلي دي چې تر اوسه يې واده نه ده کړې. 

ایشال فیاض غوسه شوې او ويلي دي چې هېچا ته هم نه ده په کار چې د چا شخصي ژوند په اړه په درغو اوازې خپرې کړي. 

نړۍ کې د مشهورو هنرمندانو او لوبغاړو د شخصي ژوند په اړه ډېری وخت له حقيقت لېرې خبرې خپريږي او خلک ورڅخه ځانګړې موخې لري. 

اېکسپرېس ټرېبيون: مودي له ډاکټر ذاکر نايک غوښتي چې کشمير مساله کې د ده  ملاتړ وکړي 
 پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ليکلي دي چې د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي د اسلامي نړۍ له ستر اسلامي عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه غوښتي چې د کشمير په مسال کې د ده ملاتړ وکړي. 

ذاکر نايک له ۲۰۱۶ز کال راهيسې له هندوستان جلا وطن شوی دی او په اندونزيا کې مېشت دی. مودي ذاکر نايک ته ويلي دي چې هندوستان ته بېرته راتللی شي خو په هغه صورت کې چې د هند او پاکستان په مساله کې د مودي د دريځ او پرېکړې ملاتړ وکړي. 

يادې رسنۍ لېکلې دي چې ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د مودي وړانديز رد کړی دی، او ويلي دي چې په هېڅ ډول کومه بې انصافه پرېکړه ورته د منلو نه ده. 

د نرېندرا مودي په مشرۍ د هندوستان حکومت د اساسي قانون ۳۷۰ ماده تعديل کړه او له کشمير يې ځانګړي امتيازونه بېرته واخېستل. 

رشيه ټوډې: هغه دوه چينجي چې (۴۲ زره) کاله عمر لري او اوس هم ژوندي دي 
 د مسکو چاپ رشيه ټوډې ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګڼې کې لېکلي دي چې ساينس او تاريخ پوهانو دوه چينجي چې ۴۲ زره کاله عمر لري اوس هم ژوندي دي. 

ساينس پوهان وو چې د دغه چينجيو عمر د Pleistocene دورې ته رسيږي (Pleistocene جيولوژي اړوند له نن له دوه مېلېونه بيا تر يوولس زره کاله وړاندې مودې ته وايي).

يادې رسنۍ د ساينس پوهانو له خولې ليکلي دي چې دغه چينجي له زرګونه کالونو وړاندې يخ شوي وو، اوس يې بيا ژوند پيل کړی، حرکت او خوراک کوي. 

دغه چينجي د روسيې د ترټولو يخ سيمې (Yakutia) څخه پيدا شوي دي. ساينس پوهان وايي چې د يو چينجي عمر ۳۲ زره کاله او د بل عمر ۴۷ زره کاله دی. 

الجزيره: ايران کې غوسه شوي لاريون کوونکي؛ ستر مذهبي  مشر خامنه ای دې استعفا ورکړي 
وروسته له هغې چې د ايران حکومت دا ومنله چې د اوکراين نړيوتال هوايي شرکت الوتکه په تېروتنې د سپاه پاسدران ډلې په راکټ وېشتلې ده، غوسه شوي لاريون کوونکي د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه ای د استعفا غوښتنه کړې. 

د لايريون کوونکي ترڅنګ ايران د شين اپوزېسيون په نوم د حکومت سياسي مخالفې ډلې هم له روحاني مشر ايت الله علي خامنه ای  غوښتي دي چې واک دې خوشی کړي او له دندې دې استعفا ورکړي. 

له لاريون کوونکو وراېخوا، په ټولنيزې رسنۍ ټوېټر هم د ايران د مشرتابه پر وړاندې پوسټونه کيږي او زياتوي چې د ايران د سپاه پاسدران ډلې شوې کړنه د بښنې نه ده او تېرونه نه شمېرل کيږي. 

ايران تېره ورځ ومنله چې په انساني تېروتنې يې اوکراينۍ الوتکه وېشتلې ده. ياده الوتکه کې د لسو افغانانو په شمول ۱۷۶ ټول سپاره ووژل شول.