کوټه کې په جومات کې چاودنې د پولیسو د یو افسر په ګډون ۱۵ کسان وژلي

روهي( نۍ/۲۱ د مرغومي )، د سیټلایټ سیمې اسحاق آباد کې د جومات دننه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۹ نور بیا ټپیان دي.
د کویټې په سیټلایټ سیمه اسحاق آباد کې د جومات دننه چاودنه کې ، د ډي ایس پي په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. ادارو د چاودنې ځای په تړلو سره د شواهدو راټولول پیل کړي دي. د پولیسو په وینا چې په چاودنه کې د جومات ملا هم وژل شوی دی.

د ملکي روغتون ویندوی وویل چې د چاودنې ۲۰ ټپیان روغتون ته انتقال شوي چې د ۶تنو حالت یې نازک دی.
لومړي وزیر عمران خان او ولسمشر عارف علوي په کویټه کې د جومات دننه چاودنه په کلکه وغندله. لومړي وزیر عمران خان په داسې حال کې چې په چاودنه کې د قیمتي ژوند له لاسه ورکولو په ژوره خواشیني او غمرازي څرګندوي ، د پیښې د راپور غوښتنه یې کړې.