ولسمشر غني: معارف باید د ۲۱ پېړۍ اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي

روهي( پنځه نۍ/۱۹ د مرغومي )، ولسمشر محمداشرف غني د پوهنې د اصلاحاتو لومړني ملي سمپوزیم په اختتامیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په دغو مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، د هیواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو هم حضور درلود، په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد مېرویس بلخي د پوهنې د اصلاحاتو ملي سمپوزیم د درې ورځني کار په اړه مالومات ورکړل.

هغه وویل، په دغه سمپوزیم کې چې تر پنځوس سلنې زیات ګډونوال یې له ولایتونو راغلي وو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون،نورو وزارتونو او اړوندو ادارو په مرسته جوړ شوی وو، په اوو کاري ګروپونو کې یې د میتود او د هیواد د پوهنې د اصلاحاتو د طریقې او قلمرو په اړه هراړخیز بحثونه وشول.

 بلخې د پوهنې قانون او د دغه وزارت د تقنیني اسنادو او مقررو د بیا کتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او د فردي او ټولنیز ژوند جوړولو لپاره یې د پوهنې نظام د کمي او کیفي بدلون او عادلانه او باکیفیته خدمتونو وړاندې کول مهم وبلل.

د پوهنې وزارت سرپرست وویل، په یاد سمپوزیم کې د ښوونیز بنسټ، جوړښت، سیستمي مدیریت، قابلیت محوره تعلیمي نصاب او د ټکنالوژۍ پر حداکثر استفادې، پنځو محورونو تمرکز وشو.

ولسمشر غني د یاد سمپوزیم د جوړولو په خاطر د مبارکۍ پر مهال وویل، نن یوه مهمه ورځ ده چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې به د بدلون د یوې ورځې په توګه یاده شي.
ولسمشر د اصلاحاتو په خاطر د رغنده بحثونو پر اړتیا ټینګار وکړ او وې ویل، د ازاد بحث له اساسي شرایطو څخه دا دي چې ستونزې تشخیص، موخې تعیین او د مخکې تګ لپاره د لارې نقشه ترتیب شي.
هغه وویل، د پوهنې وزارت رهبري سره یې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو راوستو په اړه لس غونډې لرلي، په دغو غونډو کې هراړخیز بحثونه شوي، موخې واضح شوي او لومړیتوبونه د بشپړېدو په حال کې دي.

ولسمشر وویل، د دغه سند له بشپړېدو وروسته موږ باید د هیواد معارف پر داسې یو بنسټ بدل کړو چې د ۲۱ پېړۍ اړتیاو ته ځواب ویونکی وي.

ولسمشر غني پر دې په ټینګار سره چې موږ باید د هیواد له پوهنې واضح درک ولرو وویل، زموږ په ښوونځیو، مدرسو او تعلیمي مرکزونو کې امکانات عدالت محوره نه، بلکې سلیقوي دي.
هغه زیاته کړه، ښوونځي ملت جوړوي او له هغه پرته ملت پاشل کېږي. زموږ په ښوونځیو کې متقابل درناوی او ملي یووالی کم دی او همدلي نه ده ایجاد شوې.
ولسمشر وویل، زموږ ښوونځیو ټولنې ته مسوول وطنوال نه دي وړاندې کړي، ښوونځی باید د کوچني د شخصیت جوړولو په مرکز بدل شي.
ولسمشر غني د پوهنې په ولایتي ریاستونو کې د اصلاحاتو پر اړتیا او د پوهنې کارکوونکو د حساب ورکولو په طریقه کې پر بنیادي تغییر ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، د ارزونې واضح سیستم دې وجود ولري چې د پوهنې ټوله دستګاه د ښوونځي په خدمت کې قرار ولري.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې له سیستمي مدیریت د هرکلي پرمهال، د تعلیمي نصاب پر بیا کتنې او ښوونځیو کې له ټکنالوژۍ څخه پر اعظمي استفادې ټینګار وکړ.