
روهي( پنځه نۍ/۱۹ د مرغومي )، د روان ۲۰۲۰ مېلادي کال د جنوري پر اوومه، د امریکا په متحده ایالتونو کې د افغانستان سفیرې مېرمن رویا رحماني د ډومینیکن جمهوریت د سفیر هوسې ټوماس پیریس سره وکتل.
په دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وشوې.
مېرمن رحماني چي د امریکامتحده ایالتونو ته د سفیرې په توګه دنده پرمخ وړي، دغه ډول د ډومینیکن جمهوریت لپاره د افغانستان د نااستوګنې سفیري په توګه دنده لري.