اورښتونه او دهېوادوالو خوښي

هېوادوالو ته  دخوښۍ زیرې ورکړل شو، سپینه واوره  ځمکې ته راکوزه شوه، دکروندګرو هیلې يې را ژوندۍ کړې، افغانان دغې ورځې ته ډیر خوښ او خوشاله  برېښدل، په ټولنیزو شبکو کې دهیواد دبیلابیلو ولایتونو انځورونه چې په سپینې واورې  پوښل شوي  ؤ، ښکته او پورته کیدل.

دا په دې څرګندويي کوي، چې افغان ولس  دګران هېواد سره مینه  د زړه له تله لري،ځکه دوی په دې خوښ دي، چې اورښتونه دهیواد دښتې، غرونه او ځمکې زرغونوي او اوبه پریمانیږي، چې نه یوازې دکرنیزومحصولاتو لپاره بلکې؛ شین او زرغون طبیعت دانسان  روح او روان ته هم ګټور تمامیږي او له پاکې هوا نه ګټه اخيستلاي شي.

وچکالي او داوبو کمښت ددې سبب  کیږي، چې دهیواد کروندګر خپلې هيلي له لاسه  ورکوي، خو له نېکمرغه د واورې په اوریدو سره تر ټولو زیات کروند ګر خوښ او خوشحاله بريښي او  د دوی هیلو ته خوښي ورپه برخه کړه.

خو ای کاش چې زموږ په وطن کې دغه خوشحالۍ تر ډیره پورې دوام  وکړي ، دغمونو او ماتمونو لړۍ نور په خوښۍ واوړي.په  هېواد کې تل پاتې سوله راشي، نور افغان وژنه پای ته ورسیږي او هره ورځ  د افغانانو په شونډو همداسې مسکاوې او خوشحالۍ خورې وي.

خو دسولې راوستل ستونزمن کار او دتشویش وړ خبره نده، البته کولای شو، چې دغښتلي ځوانانو پرمټ او دیوالي په توسه خپل کړیدلي او ځوریدلي هېواد او ولس ته سوله په نصیب کړو. څاڅکې څاڅکې راټول شي لوی درباب ورځیني جوړیږي. دیوې لښتې ماتیدوکې ستونزه نشته، ستونزه دګیډۍ په ماتیدوکې ده، چې زور غواړي،که موږ افغانان سره یو ځای شو او یوالي ولرو، نو هېڅوک به موږ مات نه کړي.

الله دې زموږ په هېواد کې سپینې کوترې، چې دسولې سمبول دی راولي، ټول هېوادوال، ځوانان او مشران په ګډه  دهېواد ملي ګټو لپاره دسولې خوښي اوخوشحالي  ولمانځي .
ددې ورځې په هیله!