د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام لوبڅارۍ کې به افغان لوبڅارهم وي 

روهي( څلورنۍ/۱۸ د غبرګولي )، د افغانستان کرکټ بورډ د لوبڅارۍ څانګې مسوول او مخکښ لوبڅار احمد شاه پکتین چې د ۱۹ کلنو نړیوال جام د لوبڅارۍ لپاره غوره شوی، نن د ۲۰۲۰ کال د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ نړیوال جام کې د لوبڅارۍ په موخه سویلي افریقا روان شو.
احمد شاه پکتین به د نړیوال جام پر مهال په رسمي او تمریناتي سیالیو کې د نړۍ د نورور مخکښه لوبڅارانو ترڅنګ لوبغالي کې دننه او د احتیاطي لوبڅار په توګه دنده ترسره کړي.
نوموړی به د نړیوال جام پر مهال د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۲مه او ۱۴مه نېټه په رسمي تمریناتي سیالیو کې د انګلستان او زمبابوې او بیا د نایجیریا او سویلي افریقا ترمنځ لوبو کې لوبڅاري وکړي.
دغه ډول به نوموړی د نړیوال جام په ۲ رسمي سیالیو کې هم لوبڅاري وکړي چې دغه د نړیوال جام دواړه سیالۍ به د جنورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه نیټو ترسره شي چې پکې به دواړو لوبو کې دفاعي اتله هندوستان د سریلانکا او د جاپان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلو پر وړاندې لوبې وکړي.
همدا ډول به پکتین د نړیوال جام پرمهال د جنورۍ په ۲۲مه نیټه د انګلستان او نایجیریا، د جنورۍ په ۲۳مه نېټه د سریلانکا او نیوزیلینډ او د جنورۍ په ۲۵مه نیټه د ویسټ انډيز او نایجیریا لوبډلو ترمنځ پلان شویو لوبو کې د احتیاطي یا څلورم لوبڅار دنده ترسره کړي.
دیادونې وړ ده چې افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله هم د ۱۹ کلنو په دغه نړیوال جام کې د ګډون لپاره سویلي افریقا ته رسېدلې او اوسمهال پر خپلو تمریناتو او چمتووالي بوخته ده.
افغانستان به د نړیوال جام په دوه رسمي تمریناتي لوبو کې د جنورۍ په ۱۲مه نېټه له انګلستان او په ۱۴مه نیټه له هندوستان سره سیالۍ وکړي.
دغه ډول به افغانستان د نړیوال جام لومړۍ لوبه کې د کوربه سویلي افریقا پر وړاندې ولوبیږي چې په تلویزون به هم کرکټ مینه والو ته په ژوندۍ بڼه وښودل شي.
د سږ کال ۱۳م پړاو ۱۹ کلنو کرکټ نړېوال جام کې به د پایلوبې په ګډون، ۴۸ لوبې ترسره شي چې له منځه به یې ۲۰ لوبې پر تلویزیون خپری شي.