انګلېسي له روهي سره زده کړې؛ د Over او Above ترمنځ توپير

انګلېسي له روهي سره زده کړې؛ د Over او Above ترمنځ توپير
شمس رحمانزی

د انګلېسي ژبې ځينې کلمې په پښتو ژبه کې د مانا له اړخه سره ورته يا مترادفې کارول کيږي، خو د انګلېسې مفهوم او ګرامر له اړخه بيا توپيري دي. لاندې دوه هغه کلمې در ښييو چې په کارونه کې ډېری زده کوونکي ګنکس کيږي.

۱- above او over: دغه دواړه کلمې په پښتو کې د (پاسه) يا سر پورته په مفهوم استعماليږي. د above کلمه له يو بل څه د پورته يا لوړ مانا لري. 
بېلګې: The waves came up above her head and she started screaming.
څپې د هغې له سر پورته شوې او دي يغې شروع کړې.

once the plane got above the clouds, she started to relax.
کله چې الوتکه له وريځو پورته شوه، هغه راحت شوه.

پورته جملو ته په کتو د پورته يا له سر لوړ مانا لپاره د Over پر ځای د Above کلمه کارول کيږي.

د Over کلمه بيا د ډېر په مانا ده او زيات وخت له شمېرو سره کارول کيږي. 
بېلګه: I get over sixty emails a day.
زه هره ورځ له ۶۰ ډېر ايمېلونه تر لاسه کوم. دلته که د Over پرځای د Above کلمه وکارول شي نو جمله غلطيږي. 
بېلګه: I get above sixty emails a day

۱- يادونه: د هوا حالتو لپاره د Over پر ځای بيا د Above کلمه کارول کيږي، که څه هم دلته شمېرې شتون لري. 
بېلګه:
It was three degrees above zero.
تودخه له صفر درې درجې زيات وو.
The temperature is already above 30 degrees
تودخه له وړاندې له ۳۰ درجې پورته يا زيات دی.
۲- يادونه: Above هغه وخت کارول کيږي چې د دوه شيانو ترمنځ يو څه واټن وي، خو که چېرې يو شی بل شی پټ يا کاور کړي بيا د Above پرځای Over کارول کيږي.
بېلګه:
.Pour some cream over the wound
پر ټپ يوڅه کريم ووهه.