انګليسي له روهي سره زده کړئ -دويمه برخه

انګليسي له روهي سره زده کړئ -دويمه برخه
شمس رحمانزی
انګلېسي ژبه کې ځيني کلمې د ويلو يا تلفظ پر اساس سمې نه تلفظ کيږيی او يا هم د هڅې سره - سره يې سم تلفظ نه برابريږي. لاندې پنځه هغه کلمې دي چې ښايي د انګېلسي ژبې ډېری زده کوونکو ته به يې تلفظ ستونزمن وي. 

۱- otorhinolaryngologist: دا کلمه له ۲۱ تورو جوړه شوې ده او د انګلېسي ژبې د اوږدو کلکو له ډلې ده. د otorhinolaryngologist تلفظ په فونېټيک (oʊ.t̬oʊ.raɪ.noʊ.ler.ɪŋˈɡɑː.lə.dʒɪst) دی. که چېرې پر پښتو ژبه يې تلفظ ولېکو نو (اُ.ټُ.رای.نُ.لَْېرنګ.ګا.لَجېسټ). د کلمه د غوږ، پوزې او مرۍ متخخص ډاکټر ته کارول کيږي. 

۲- colonel: پښتو کې د دغه کلمې مانا ډګروال ده. دغه کلمه چې کوم ډول لېکل کيږي خو بيا هغه ډول نه تلفظ کيږي. د colonel انګلېسي کلمه کې د R توری نشته خو بايد تلفظ شي. ډيری د انګليسي ژبې زده کوونکي colonel (کال نال) تلفظ کوي، خو دا غلط تلفظ دی. د دغه کلمې سم تلفظ په فونېټيک (kɝː.nəl) دی، چې په پښتو کې يې سم تلفظ (کارنل) دی. 

۳- penguin: د ا يو ډول سمندري مرغه دی چې لنډې پښې خو الوتلی نه شي. دغه کلمې سم تلفظ په فونېټيک (peŋ.ɡwɪn) دی چې پښتو کې (پېنګ.وېن) دی. په غلط ډول دغه کلمه ځيني وخت پين ګيون تلف کيږي.