خوست کې راډیوګانې

ځینو دوستانو خوست کې د راډیوګانو پر زیاتیدو پوسټونه کړي دي. دا چې زه په خوست کې د لومړنۍ خپلواکې سیمه ایزې راډیو (( سولې پیغام راډیو)) موسس او مشر یم، نو زه هم په دې اړه خپل نظر وایم:
دا د اندیښنې خبره نه ده بلکې یو ښه زیری دی چې راډیوګانې د شمېر له مخې زیاتیږي خو مهمه دا ده چې دغه راډیوګانې په خپلو کې همغږي او همکاري ولري، سالمه سیالي ولري او خپرونې یې لا موثرې او ګټورې شي.

د ټولو يادو راډیوګانو شمېر څوارلسو ته رسیږي، د راډیوګانو تعدد دا مهر لګوي چې خوست کې تر دې دمه راډیوګانو د ځینو نیمګرتیاو سره سره پر ټولنه مثبت اغېز پرېباسلی دی.
که چېرې د خوست راډیوګانې د خپلو خپرونو کیفیت لاپسې لوړ کړي، د خلکو لپاره به د مالوماتو، اطلاعاتو، ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي موضوعاتو ته د لاسرسي پر نږدې او لومړنۍ سرچینه بدلې شي.

د دوستانو دا وینا د پام وړ ده چې راډیوګانې به دومره عواید ونه لري چې خپل لګښونه پرې پوره کړي.

رښتیا هم د خوست مارکیټ دومره لوی نه دی خو که چېرې یادې راډیوګانې د مارکټنګ لپاره یوه مشترکه ستراتیژي او ګډه پالیسي ولري، د هرې یوې راډیو د عوایدو کچه به په مراتبو لوړه شي.

زه ټولو خوستوالو او د خوست خوا وشا سیمو اوسیدونکو ته دا خبره کوم چې د راډیوګانو په ډیریدو سره به ستاسو غږ لا پسې ډیر اوچت شي، دولتي ادارې او نور غیر دولتي مسوول بنسټونه به لا هم دې ته وهڅیږي چې د خپلو ټولنیزو، فرهنګي، انکشافي او خدماتي پروګرامونو اغېزمنتیا او ګټورتیا ته ځیر شي، د نږدې او لرې پرتو سیمو د اوسیدونکو اړتیاوې ، غوښتنې، نظریات او انتقادونه په خپلو برنامو کې ځای کړي.

د راډیوګانو او خلکو ترمنځ اړیکه د راډیویي خپرونو له لارې تامینیږي. تر دې دمه د خوست راډیو ګانو د بیلابیلو دیني، ټولنیزو، خبري، سیاسي، اقتصادي، سپورټي او تعلیمي خپرونو په چمتو کولو او خپرولو سره د ټولنې د هر سن و سال، هر قشر او هرې کته ګورۍ خلکو سره مضبوطه اړیکه ټینګه کړې ده، په دې هیله چې دا تامین شوې رابطه لا پسې غښتلې او پیاوړې شي.
د خوست راډیوګانې:
خوست راډیو
سولې پیغام راډیو
ولس غږ راډیو
ځوان غږ راډیو
هیلو کاروان راډیو
نن راډیو
چنار راډیو
یون راډیو
غرغښت راډیو
ژمن راډیو
رڼا راډیو
خوا وشا دوه میاشتې مخکې ازمون راډیو هم نشرات پیل کړل.
هوا راډیو جواز اخستی خپرونې به پیل کړي، ناز راډیو د پاره هم پر جواز جوړولو اخته دي، فکر کوم نن یې څو ساعته امتحاني نشرات هم کړې دي.

زه داسې انګیرم چې راتلونکو څو میاشتو کې به دوه نورې راډیوګانې هم خوست کې تاسیس شي.

همدا اوس مې د ښاغلیو واحدزي او بهاءالدین لکڼوال پر والونو ولیدل چې امن راډیو هم خوست کې جوړیږي، دوی ته هم هرکلی وایو، مرغ یې ښه.