روهي( نۍ/۴ د لړم )، محمد اشرف غني د پاکستان ولسمشرعارف علوي سره کتنه کې، دواړو لورو د سولې، امنیت او تروریزم سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د پاکستان ولسمشر سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړ او وې ویل، په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره مهمه ده.
په دغه کتنه کې ولسمشر غني وویل، سوله د افغان حکومت لومړیتوب او د افغانانو اساسي غوښتنه ده او پاکستان باید د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې رول ادا کړي. ولسمشر محمد اشرف غني له تروریزم سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو جدي مبارزې ته په اشارې وویل، افغان ځواکونو د داعش او دطالبانو په شمول ټولې تروریستي ډلې د ډیورنډ کرښې په اطرافو کې ځپلي دي. هغه د پاکستان له ولسمشر څخه وغوښتل چې هغوی دې هم ورته اقدامات وکړي.
ولسمشر غني زیاته کړه، بدبختانه د طالبانو ډلې رهبران تر اوسه هم د پاکستان په خاوره کې په ازاد ډول فعالیت کوي.
وروستي