د کام ایر یوه الوتکه نن ورځ د لومړي ځل لپاره د خوست په نوي هوایي میدان کې راښکته شوه

د کام ایر یوه الوتکه نن ورځ د لومړي ځل لپاره د خوست په نوي هوایي میدان کې راښکته شوه.
دا الوتنه یوه ازمیښتي الوتنه وه.
د دې لپاره چې دا الوتنې په نورمال ډول پیل شي او دوام پیدا کړي، په دې اړه د کام ایر شرکت ریس حاجي داود شریفي وویل چې، زموږ دغه وړه الوتکه چې ۴۶ تنه مسافرین ځایوي، خوست ته د تګ راتګ لګښت یې خوا و شا ۱۰۰۰۰ امریکایي ډالر کیږي که موږ پراوازونه پیل کړو په کار ده چې په تګ راتګ کې له یوه لوري لږ تر لږه ۳۰ مسافرین ولرو او کام ایر شرکت حاضر دی چې د خوستوالو لپاره له ۲۰ نه تر ۳۰ سلنې پورې تاوان پر ځان قبول کړي.

که دغه پروازونه پیل شي د کابل خوست او خوست کابل د یوه طرف تکټ بیه به لږ تر لږه ۷۵ - ۸۰ امریکایي ډالر وي.

خوست ته لومړنۍترانسپورتي الوتنه په ۱۳۴۰ هجري لمریز کال کې تر سره شوه.
دغه سپین ږیری کپټان طاهر نومیږي، د کابل اوسیدونکی دی. دی وایې زه د هغې الوتکې پیلوټ وم چې د خوست د وخت نایب الحکومه فیض محمد خان لوګری مې په اېلوشن ۱۴ ماډل عسکري ترانسپورتي الوتکه کې د خوست په هوایي ډګر کې راښکته کړ او دا خوست ته د ترانسپورټي الوتکې لومړنی پرواز و.

کپټان طاهر زیاتوي چې خوست ته د افغانستان ملکی هوایي شرکت لومړنۍ الوتکه په ۱۳۴۴ هجري لمریز کال د خوست په هوایي ډګر کې راښکته شوه او له دې سره خوست ته د ملکي او نظامي ترانسپورتي الوتکو پروازونه پیل شول.

د افغانستان ملکي هوایي شرکت د اریانا او باختر په نومونو وخت په وخت فعالیت کړی دی.