که چېرته هېرېدل نه وای؟

 
      ژوند دی ؛ چې  د عمر د بېلا بېلو پړاونو  د ورځې رڼا   او د  شپې  تیاره مو د استوګنیز چاپېریال تشیال تشوي او ډکوي،موسمونه راته د لمر په وړانګو  ساړه او تاوده را په برخه کوي،   او برسېره پر دې  دا سمه ده چې په هر حال زموږ ژوند تیریږي  خوډیری  انسانان د خپل پیداښت له مخې له همدغه الهي ډالۍ ګیله کوي ځکه چې په دغه لړ کې  د دوی دغه بهیر مختلفې پېښې لکه طبیعي او غیرطبیعی ناورینیونه ، ناروغۍ ،لوږه ، تنده ،د خپلوانو او ملګرو له لاسه ورکول ا و نور په خپل سر تیروي  دا دې لامل کیږي چې نېِغ په نېغه او یا غیرمستقیم ډول یونه په یو ډول انسان او ژوندانه یې اغیزمنوي خو ترټولو بده اغیزه یې په ذهن پریوزي  چې ذهن یا د انساني یادښت منځی د همدغه پيښې انځور له ځان سره اخلي ، چې همدغه څه بیا د دې سا کښ د نارمل بوختیاوو خنډ کرځي ، د روغتیایي اړخه ناروغه کیږي ، مختلفو بڼو د دې ناوړه پېښې اغیزې په ځپل شوې ټولنه، کورنۍ او کس کې ترډیری مهاله او یا هم مادم العمر شتون لري  او ترډېره یا تر يوې کچې یې حل لاره هېرول دي .
ولې؟
  ځګه چې :

  • که چېرته هېرېدل نه وای؟ په ژوند کې به مو خوشحالي نه وای .
  • که چېرته هېرېدل نه وای؟  موږ به د راتلونکې په اړه فکر نه درلود.
  • که چېرته هېرېدل نه وای ؟ موږ به یوله بل سره مینه نه لرله.
  • که چېرته هېرېدل نه وای؟ موږ به ګډې موخې نه لرلې .
  • که چېرته هېرېدل نه وای ؟ موږ به پرمختګ نه درلود .
  • که چېرته هېرېدل نه وای ؟ بښنې منلو زوړرتیا به په موږ کې نه وه.
  • که چېرته هېرېدل نه وای ؟ یووالی به نه وو.
  • که چېرته هېرېدل نه وای ؟ موږ به له ژونده ډېرڅه له لاسه ورکړي وو.
  • که چېرته هېرېدل نه وای ؟ له مثبت فکر کولو څخه به بې برخې وو.
  • که چېرته هېرېدل نه وای ؟ د زغم فرهنګ به شتون نه درلود .
  • که چېرته هېرېدل نه وای ؟ لویې موخې مو نشوای پاللی .
  • که چېرته هېرېدل نه وای ؟ موږ به هېڅکله خندلي نه وو.
  • که چېرته هېرېدل نه وای ؟ موږ به ارام ژوند نه درلود .
  • که چېرته هېرېدل نه وای ؟ تر دې  به بل څه درته اهمیت نه درلود.
  • که چېرته هېرېدل نه وای ؟ په زړونو کې به مو ځای نه درلود.
  • که چېرته هېرېدل نه وای ؟موږ به هم غوره خلک نه وو.
  • که چېرته هېرېدل نه وای ؟ له کرکې پرته به موبل څه نه وو لیدلي.
نو چې داسې ده هېرېدل یو نعمت دی چې الله ج دغه ځواک زموږ بدن ته ورکړی دی او پرې شکر وباسو.