چرګ قضايي جګړه وګټله

روه( نۍ/۱۶ د وږي )، د نړۍ په کلیوالي سیمو کې خلک به د چرګانو له نوعیت څخه خبر وي ، او ځینې کلیوال د چرګانو په واسطه له خوب څخه راویښېږي.
 

په هرصورت ، په نړۍ کې ځینې خلک شتون لري چې د چرګانو د سهارنیو اذانونو سره هم د خوبه بیدارېږي ، او دوی د چرګانو داسې کار سره چې اذانونه کوي هم په قهر کېږي او وایي چې د دوی خوب ګډوډوي.
 
یو فرانسوي جوړې ( ښځې او مېړه ) څارنوالۍ ته د چرګ په وړاندې دعوی کړې وه.
 
د رویټرز خبري اژانس په وینا ، یوه مشهور فرانسوي جوړه په یوه مرغۍ او د هغې د مالک په وړاندې دعوی کړې ځکه چې مرغۍ سهار وختي اذانونه کاول ، چې دوی یې وران کړی و.
 

د راپور په وینا ، شکایت کونکي جوړه د لویدیځ فرانسې په یوه کوچني کلي کې د رخصتۍ په حال کې وه ، چیرې چې د دوی د ګاونډیو د چرګانو څخه په تنګ راغلي وو.
 

جوړه ، چې په رخصتۍ تللې وه ، نن سهار وختي په سیمه ییزه محکمه کې د چرګ او مالکینو پروړاندې دعوی وکړه ، او ادعا یې وکړه چې د چرګ اذان د دوی خوب کې مداخله کړې.
 
په محلي محکمه کې د قضیې په اړه لږ څه اوریدل شوي ، او د چرګ خاوند هم د قضیې دفاع کړې او دا دریځ یې نیولی چې اذان د چرګ طبیعت کې دخیل دی او په سهار کې دا د هغه د اذانونو مخه نه شي نیولی.
 

دا قضیه په فرانسوي رسنیو کې د پخوانیو کلیوالي ژوند او عصري ژوندانه په توګه راپور ته شوې ، په تېزره بیا دا قضیه سیاحتي جوړه سره پرتله کوي چې محکمې او ځایی اوسیدونکي یې د ښاریانو او کلیوالو په توګه نیسي.
 

محکمې د سپتمبر په ۵ د دواړو خواو د استدلال له اوریدو وروسته د چرګ او د هغې د مالکانو په ګټه پریکړه وکړه ، او ویې ویل چې چرګ د سهار له وقفې څخه نشي منع کیدلی.
 
 
مالکین خوشحاله دي وروسته له هغې چې پریکړه د چرګ په ګټه راغله او دوی خپله پریکړه د کلیو او طبیعي ژوند لپاره بریا اعلان کړه.
 
 
 
ژباړن: محمد مبین هڅاند