د هند لومړی وزير نرېندرا مودي وپيژنئ

د هند لومړی وزير نرېندرا مودي وپيژنئ 
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه او کورنی ژوند: 
نرېندرا مودي په ۱۹۵۰ زېږدېز کال د سېپټمبر په ۱۷مه د هندوستان په ګجرات ايالت کې زېږدلی دی. نوموړی د (مولچن مودي) او (هېرابېن مودي)، د شپږو اولادونو څخه درېيم اولاد دی. مودي په ۱۹۶۸ کال کې له (جاس هېډ بېن) سره واده وکړ. مودي د ښوونځي له فارغت وروسته خپل کور پرېښوود او په سفر ووت. د نوموړي د سفر لامل دا وو، چې د کورنۍ له خوا يې واده رد کړه او د خپلې خوښې واده غوښتنه يې کوله.

زده کړې: 
- نرېندرا مودي د ښوونځي دورې زده کړې په ۱۹۶۷ ز کال کې په خپل ايالت ګوجرات کې تر سره کړې. نوموړي داسې يو وړتيا درلوده، چې د ټولکي دننه به يې بحث او منظرې کولې. د همدې وړتيا په اساس ښوونکو مودي ته د يو ښه شنونکي نوم ورکړی وو.

- په ۱۹۷۸ ز کال کې يې دپه ډيلي پوهنتون کې د School of Open Learning څخه په سياسي علومو کې د ليسانس سند تر لاسه کړ.

- په ۱۹۸۳ز کال کې يې د ګوجرات پوهنتون څخه په ټولنيزو علومو کې د ماسټرۍ سند واخېست.

دندې: 
- هغه وخت چې نرېندرا مودي کم عمره هلک وو، نو د خپل پلار سره يې يو ځای د اورګاډي په تم ځايونو او د اورګاډي دننه چای خرڅولږو. يو څه وخت يې دغه دنده تر سره کړه او وروسته يې له خپل ورور سره د بس په تم ځای کې چای د خرڅولو کوچنۍ غرفه جوړه کړه.

- هغه وخت چې مودي خپل کور پرېښوود نو په (وارډ نګر) سيمه کې د خپل تره کور ته لاړ او له نوموړي سره يې په يو کتين کې دنده پيل کړه.

- په ۱۹۷۱ز کال کې نرېندرا مودي سياسي هڅې پيل کړې او د RSS په نوم سياسي ډله کې د کمپاين کوونکي په توګه کار پيل کړی.

- په ۱۹۸۵ز کال کې مودي د هندوستان غښتلي ګوند Bharatiya Janata Party کې غړی شو.

- په ۱۹۸۷ز کال کې نرېندرا مودي په خپل ايالت ګوجرات کې د Bharatiya Janata Party ګوند لپاره د ټاکنو کمپاين تر سره کړ او په همدې کال کې د خپل ګوند ګوجرات څانګې سکرټر وټاکل شو.

- په ۱۹۹۲ ز کال کې يې په ګوجرات کې يو خصوصي ښوونځۍ جوړ کړ او له سياست څخه د يو لنډ وخت لپاره ځان کړ.

- په (جي. پي. جي) ګوند له يو اوږد مهاله کار وروسته مودي د دغه ګوند عمومي سکرټر وټاکل شو.

- په ۲۰۰۱ کال کې په ګوجرات ايالت کې د خپل ګوند له خوا نوماند وو او ويې کول شول چې ايالتي پارلمان ته لاره پيدا کړي.

- نرېندرا مودي له ۲۰۱۴ کال راهيسې د هندوستان د لومړي وزير په توګه دنده پر مخ وړي.

دا چې نرېندرا مودي په يوه غريبه او دويم کلاس کورنۍ کې زېږدلی وو، نو په سياسي ډګر کې يې وړاندې تګ د واسطې او پيسو په اساس نه بلکې د خپلې ځانګړې وړتیا په اساس دی. مودي ژوند داسې پيل کړ چې پلار په غربت کې وو او نوموړي به په اورګاډو کې چای خرڅولو او هم يې په ټولنيز ډول ژوند خوار وو. اوسنی لومړی وزير مودي په هندوستان کې د ستر مينې او ملاتړ څښتن دی، چې لامل يې خپلو خلکو ته بنسټيز کارونه او پروژې شمېرل کيږي.

نوموړی واک د رسېدو له لومړۍ ورځې بيا تر نن له افغانستان سره هم ښې سياسي، اقتصادي، علمي او سوداګريزې اړيکې لري.

د سلما بند، چابهار بند او د شاه توت بند سروې هغه لوې پروژې دي، چې افغان حکومت د مودي په واکمنۍ کې د هندوستان په مرسته ګټې ته وړاندې او يا يې پيل کړې.

تازه له ولسمشر غني سره نوموړي د شاه توت بند او کانالونو جوړولو، د لمریزې برېښنا او واټرپمپونو، د څښاک اوبو او د کلیو په کچه ۱۶۰ بېلابېلو پروژو، د ټرانسپورټي سیستم، ۳۵۰ښاري ملي بسونو د ترمیم او د یو زر نویو ملي بسونو د ورکړې، د غذایي توکو د پروسس او نورو بېلابېلو برخو کې د پرژو ژمنه وکړه.