د ۱۳۹۸ لمريز کال د مبارکۍ پيغام

د ۱۳۹۸ لمريز کال د مبارکۍ پيغام

له نن څخه ۱۳۹۷ کالونه وړاندې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) له مکې مکرمې څخه مدينې منورې ته د اسلام د سپيڅلي دين د بلنې او خپرېدو په پار هجرت وکړ. په لمريزې نېټې سره د روسول الله (ص) د مبارک هجرت دغه مهمه نېټه پېژندل شوې او د افغانستان په شمول د منځنۍ اسيا د يو شمېر اسلامي هېوادونو رسمي کليزه هم ده.

په ګران هېواد کې نوی لمريز کال د کال د رنګين او شين موسم پسرلي سره يو ځای پيلږي او د خلکو په سلګونه هيلې په کې پيدا کيږي. د روهي رسنيز مرکز د ټول تيم په استازېتوب سره د دغه نوي کال د را رسېدو په اړه افغان غيور ولس، ګونډو، يتيمانو، بيوزلو او جګړې ځپلي هېوادوالو ته مبارکي وايم.

د لوی رب له دربار څخه د تېر کال په ترڅ کې جګړې وژلو افغانانو ته د جنت الفردوس دعا کوم او نوی کال په هېواد کې د رېښتني اسلامي نظام، سولې، ورورولۍ او سوکالۍ کال غواړم.

په درنښت
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن