علي وزیر: نن له ټول پاکستانه د پښتنو د وینو بوی راځي

روهي( پیلنۍ/۲۵ د کب۹، د پاکستان د پارلمان غړي او د بشري حقونو د فعال تنظیم پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر علي وزیر ویلي، د پښتنو پر خاوره امن غواړو او دا چې د پاکستان له خاورې د پښتنو د وینو بوی راځي.

علي وزیرد جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې یوې سترې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، چې ترهګرۍ پښتانه ډېر ځورولي دي او دوي د پښتنو د راتلونکو نسلونو لپاره سوله غواړي:

"موږ د خپلو بچو لپاره په دې خاوره امن او ارام غواړو".
دغه وخت کې د غونډې زرګونو احتجاج کوونکو لاسونه پړکول او د ترهګرۍ په ضد یې شعارونه ورکول.