د ویتنام او افغانستان د جګړې ورته والی

ویتنام مسئله له کله پیل شوه؟ له ۱۹۵۴ کال څخه مخکې ویتنام د فرانسي مستعمره وه، خو فرانسه د امریکا د ملاتړ سره په ویتنام کې د کمونستانو لخوا ماته شوه. د کمونست ویتنامیانو کاميابي د یوه قوی پوځ لپاره یوه لویه ضربه وه. داسې یوې وړې او لږو امکاناتو سره ډلې فرانسې ته چې یو لوي صعنتي هيواد وو ماتي ټوله دنیا حیرانه کړه.
 
ورپسې یوه نړیوال کانفرانس ویتنام د مؤقت وخت لپاره په دوه برخو وویشل شمال او جنوب چې په ۱۹۵۶ کال کې به په ټول هيواد کې به انتخابات وشي ، لیکن امریکا متحده ایالاتو د کمونیستانو څخه له ویرې انتخابات رد کړل ، خکه امریکا ډاریده چې په انتخاباتو کې به کمونیستان واک ته ورسیږي.
 
ویتنام دوه برخې وه شمالي او جنوبي.
شمالي ویتنام کې هو چی مین واکمن وو، چې ډیر اصلاحات يې رامنځته کړ، ځمکې يې په غریبانو وویشلي؛ خو په جنوبي ویتنام کې زیم د امریکا متحده ایالاتو ملاتړی په واک کې وو. نوموړی ډیر ظالم او د کمونیستانو په خلاف یې ډیر شدت او سختې کوله په زرهاوو کمونستان يې یا ووژل او یا يې هم بندیان کړل.
 
جنوبي ویتنام کې د ( ویت کم) په نامه ډله رامنځته د امریکا متحده ایالاتو حمایت لاندې حکومت سره يې وسله واله جګړه پيل کړه او ويل يې، چې جنوبي او شمالي ویتنام باید سره یو شي.
 
جګړه روانه وه، زیم د کمونیستانو د حامیان اود ویت کم د ملاتړې په تور په زرګونو خلک ووژل بل طرف ته ویت کم Viet Cong د دولت د طرفدارې په تور يې خلک وژل په ۱۹۶۱ کال کې يې د زیم ۶۰۰ تنه دولتي کارکوونکي ووژل.
 
د امریکا متحده ایالاتو کانګرس د Gulf of Tonkin Resolution تړون په اساس ځانته حق ورکړ، چې په جګړه کې ښکیل شي.
 
ویت کم ډلې اوس په امریکايي او جنوبي ویتنامي قوتونو باندې حملې کولې، حتی کله کله به يې سیګان د جنوبي ویتنام پایتخت هم هدف ګرځول کیده.
 
یو ځل يې د پلي کو په نامه د امریکايانو په يوې نظامي هډه حمله وشوه ۸ امریکايان ووژل او ۱۰۰ نور يې ټپيان کړل، څومره چې د امریکا متحده ایالاتو سختې کوله او ډیره بمبارې يې کوله همدوره مقاومت کیده او امریکايي سرتیرو تلفات ډیریده، او پیسي مصرفیدې.
 
د امریکا خلکو د ویتنام د جګړې څخه خوښ نه وو او غوښتل يې چې جګړه باید ودرول شي.
 
د امریکا د متحده ایالاتو جنرالانو به ویل چې په ویتنام کې کافي ځواک نشته نو د دې لپاره، چې جنوبي ویتنام ته د کافي ځواک نه لیږلو له کبله ویتنام له لاسه لاړ نه شي. نو له ۷۵ زره څخه د امریکا د پوځ اندازه ۱۲۰ ته ډیره کړه او فیصله وشوه که اضافه پوځونه به هم د غوښتنې سره سم لیږل کیږي.
 
هر کال د امریکایی سرتیرو د تلفاتو تعداد ډیریده د ۱۹۶۷ په پیل کې امریکایانو د سایګون په شو خوا د بمبارد لپاره د بی ۵۲ الوتکو څخه ګټه واخیسته او د کمونیستانو په ټولو ساحو باندې یې شدیده بمباري وکړه، چې کلی په بشپړ ډول وران شول د فاسفرس او نور هغه وسلې چې په نړیوال قوانینو کې منع وې استعمال شوې. د ملکي تلفاتو له کبله مقاومت لا ډیر شو...
 
بلاخره امریکا مجبوره شوه، چې د سولې خبرو ته غاړه کيږدې. او جان سن د بل ځل لپاره ځان د ولس مشرتوب څخه هم محروم اعلان کړ. او د می په میاشت ۱۹۶۸ کال کې د سولې خبرې په پاریس کې پیل شوې لیکن ځکه ودریدې چې کمونیستانو غوښتل چې متحد ویتنام اداره کړې لیکن امریکا دا نه غوښتل په عین حال کې نیکسن د جان سن د سولې د خبرو ملاتړ وکړ، لیکن په عین حال کې یې د جنوبي ویتنام ډلې ته ویل چې معامله Deal ونه کړي او تاسو ته زه بل پلان لرم.
 
په جنوبي ویتنام کې د امریکا تر حمایت لاندې حکومت په پاریس کې (ويت کم) ډلې د دفتر د خلاصیدو او د سولې د خبرو سر سخت مخالف وکړ او وویی ویل، چې امریکامتحده ایالت له دوی سره دوکه او بی وفایې کوي.
 
جنوبي ویتنام د سولې له موافقتنامې سره د مخالفت با وجود امریکا متحده ایالاتو د امنیت مشاور کسینجر هاناي د شمالي ویتنام پایتخت ته اطمنان ورکړ.
 
د هانايي نماینده له پاریس څخه د مشورې لپاره شمالي ویتنام ته لاړ، نو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر نیکسن یو ځل بیا په شمالي ویتنام باندې د شدیدې بمبارې کمپاین امر ورکړ. بلاخره جنوبي او شمالي ویتنام د سولې مذاکراتو ته حاضر او د جنوري په ۲۳ په ۱۹۷۳ کال کې د سولې موافقتنامه امضاء شوه.
 
د سولې په خبرو کې ویت کم یوه غوښتنه درولوده ، چې امریکايي ځواکونه دې په بشپړ ډول له ویتنام څخه ووځي او تر اخره پورې يې همدغه غوښتنه کوله او له خپلې غوښتنې په شا نه شول، چې امریکایانو غوښتنه ومنله.
 
د سولې د موافقتنامې په اساس د امریکا متحده ایالاتو پوځ به ویتنام پریږدي د سایګان دولت به په قدرت کې پاتې کیږي او د شمالي ویتنام عسکر به په جنوب کې پاتي کیږي خو بیا هم ژر سوله ونه شوه.
 
د امریکا متحده ایالاتو پالیسې کې بدلون راغلی او د جګړې مسؤلیت یې د جنوبي ویتنام حکومت ته وسپاره تر څو له کمونیستانو سره خپله وجنګیږي او د امریکا متحده ايالاتو خپل پوځ له ویتنام څخه ایستل پیل کړل.
 
په ۱۹۷۳ کال کې د جګړې د خاتمې لپاره د پاریس تړون وشو او په رسمې شکل د امریکا د متحده ایالاتو ښکیلتیا په ویتنام کې د همدغه کال په اګسټ میاشت کې پای وموم.
 
لیکن جګړې دوه کاله نور هم ادامه پيدا کړه بلاخره د اپریل په میاشت کې په ۱۹۷۵ کال کې د شمالي ویتنام کمونیستي پوځ وکولای شوی چې د جنوبي ویتنام پایتخت سیګان فتحې او د ویتنام له یوځای کیدو سره جګړې ته د پای ټکی کیږي.
 
د امریکا متحده ایالاتو له خپل سفارت څخه ځینې کسان په طیاره کې سپاره او څو ساعته وروسته د امریکا سفارت له وینول شو تصویر يې تاسو لاندې لیدلی شئ.
 
د ویتنام جګړې هم ډیره خونړی جګړه وه چې له ۸۰۰۰۰۰ څخه تر ۳.۱ میلونو پورې کسان ووژل شول چې په دې کې ۵۸۲۲۰ تنه یې امریکايي سرتیري وو.
 
پاسنې اکثره موارد د افغانستان په مسئله کې صدق کوي. د دې لیکنه موخه یوازې علمي او معلوماتي ده.