زندۍ

په ټولنه کې یوازې ژوند ناممکن دی، یو کس نه شي کولای په تنها سر خپلو اهدافو ته ځان ورسوي، له همدې کبله اړ دی چې د نورو سره اړیکې جوړې کړي. د اړیکو جوړول په دې معنا نه دي؛ ترڅو نور په خپلو ستونزو کې شریک کړو او د دوی په خنډونو ځان ناخبره واچوو. دوستي باید ریښتني وي، تر خپله وسه له نورو سره همکاري په کار ده. باید له فریب او غولنې پاکه وي. پښتني ټولنه ترواسه د تېرو دودونو قرباني ده.

دلته لا هم هغه څوک ښه سړی دی چې پیسې ولري او هغه څوک هم د انسان په نوم یادیږي چې قاتل وي. زموږ ډېری اړیکې له همدې خلکو سره صورت نیسي. کېدای شي ډېر لاملونه ولري؛ خو یو یې دا هم دی، ممکن د ویرې له امله د داسې کسانو سره اړیکې ساتو او یا هم تر خپل مطلب پورې ورسره ؤ؛ که هر څه مو وکړل پروایې نشته. که غور وشي دا یو ناوړه عمل دی، هېڅکله په انساني ټولنه کې نه شي ځایدای. کله به هم پیسې د انسانیت او اخلاقو ځای ونه نیسي. نه قاتل ته د انسان نوم اخیستلو شو. دا ډول کسان باید ورټل شي؛ ترڅو د انسان په ارزښت پوه شي. د دوستي لپاره داسې څوک غوره دی چې اخلاق او انسانیت ولري. مهمه نه ده، که غریب وي. همدا چې انسان دی او اخلاق لري، تر دې بله لویه شتمني نشته. خبره مې تر زندۍ ناوله کوله.

په هغه کې له دې دود څخه پرده پورته شوې ده، پکې په ډاکه شوې چې له داسې چا سره خپلوي جوړول یو غلط انتخاب دی. په دې ناول کې یوه ښځه د شیما په نوم خپل زوی ته کوزده کوي. د خپل ورور نه یې لور وغواړي، هغه یې ورسره ومني؛ ځکه شیما دنیاداره ښځه ده. کله چې ګل مکۍ یوسي، څو ورځې وروسته شیما ورته وایي، که د زړه پینګ کېدلو دفتر ته راځه. بله ورځه ګل مکۍ او زرینه دواړې ورشي. زرینه یې چې لور ده په یوه کار پیسې ولیږي. نور نفر دفتر ته راشي، شیما له ګل مکۍ څخه غوښتنه وکړي؛ ترڅو مخ ور لوڅ کړي؛ خو هغه یې ونه مني په تښته باندې کور ته ځان ورسوي. څو ځله بیا غوښتنه ترې وکړي چې ته هم باید زما په څېر د نورو خلکو سره اړیکې جوړې کړې. ګل مکۍ دا کیسه خپل خاوند ته وکړي، هغه یې خپلې مور ته ووايي؛ خو مور یې انکار وکړي ما دا کار نه دی کړی. اخر شیما پوه شي دا کار نه کېږي، هسې نه ټول خلک درباندې خبر کړي. ځان سره پرېکړه وکړي؛ ترڅو ګل مکۍ مړه کړي. په بهانه باندې یې بوځي چې راځه غوا ته درمل ورکړو. هغه ورشي په چل یې په غاړه کې ځنځیر ور واچوي زندۍ یې کړي....

رښتیا هم نن په افغاني ټولنه کې دا بېلګې تر سترګو کېږي. هر څوک کوښښ کوي له داسې چا سره اړیکې جوړې کړي چې ملدار وي. راتلونکي ته یې فکر نه وي. تراوسه هغه سړی ښه دی چې زور ولري. ملدار او قاتل لا هم په دې ټولنه کې هغه څوک دی چې اخلاق او انسانیت لري او له هرڅه پوره دي؛ مګر په حقیقت داسې نه ده. هېڅ وخت یو بې اخلاقه شمتن له یوه اخلاقي نیستمن سره برابر نه دی. زه دا ناول ستایم؛ ځکه په دې کې زموږ د وحشي غیرت یوه نمونه بربنډه شوې ده. دې دود ته باید د شک په سترګه وکتل شي او وغندل شي؛ ترڅو خلک پوه شي، انسانیت په پیسو پورې نه؛ بلکې په اخلاقو پورې تړلی دی.