د ګوګل کارمندانو د چین لټون پروژې په پټو کارونو اعتراض وکړ

روهي (جمعه/٢٦مه د زمري)، د ګوګل کمپنۍ تر ١٠٠٠ زياتو کارمندانو د کمپنۍ د پټ پلان په وړاندې یو تړون لاسلیک کړ، چې د چین لپاره يو داسې د پلټنې انجن جوړ کړي، چې ددې هيواد د سانسور له نورمونو سره سمون ولري.
 
دغه تړون کې راغلي، چې کارمندان د هغه څه په اړه معلومات نه لري، کوم چې د کار په اړه د کارمندانو د اخلاقي پریکړې کول دي.
 
تړون کې داهم اضافه شوې، چې ډېری کارمندان بايد د ګوګل د طرحې په اړه د نورو رسنيو له لارې پوه شي، نه د ګوګل له لارې.