«سپېس-X» کمپنۍ روان کال کې ۷۱ فضايي سټلايټونه په لاره اچولي

د «ايلون ماسک» په مشرۍ «سپېس-X» فضايي کمپنۍد روان کال له پيله تراوسه ۷۱ فضايي سټلايټونه په لاره اچولي، چې وروستی فضايي سټلايټ يې د «فيلکون-۹» په نوم جوړ کړی دی.
 
په يادو فضايي سټلايټونو کې ۱۵ غټ مايکرو سټلايټونه او ۵۶ نور معياري کوچني سټلايټونه د «کيوب ساټس» فضايي کمپنۍ لخوا پېژندل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له «سپېس-X» کمپنۍ څخه د امريکا، اسټراليا، ټايلېند او پولنډ په ګډون يو شمېر نور هيوادونه هم فضايي حريم ته د لېږلو په موخه ياد سټلايټونه رانيسي.