مايکروسافټ، ګوګل، فېسبوک او ټويټر د

مايکروسافټ، ګوګل، فېسبوک او ټويټر کمپنيو تېره جمعه "Data Transfer Project" يا د معلوماتو د لېږد پروژه اعلان کړه.
 
يادې کمپنۍ وايي، دا پروژه به له خدماتو څخه د معلوماتو ترلاسه کولو او چمتو کولو لپاره يو نوښت وي، ترڅو کارونکي له يو سټېشن څخه بل ته په اسانۍ سره معلومات انتقال کړي.
 
ددې پروژې په پرانيستلو يادې څلور تخنيکي کمپنۍ دا هيله لري، چې نور پلټ فورمونه به ددوی نوې ټکنالوجي ومني.