جرمني د برقي موټرانو لپاره تېز چارجر جوړ کړ

روهي (شنبه/۳۰مه د چنګاښ)، په جرمني کې د موټر جوړونې یوې کمپنۍ د برقي موټرانو لپاره تېز چارجر جوړ کړ.
 
دغه چارجر، چې د برېښنا سره وصل دی، برقي موټران د ۴۰۰ کیلومتره لارې مزل لپاره په ۲۰ دقيقو چارجوي، چې اوس په ۸۰ دقیقې چارجيږي.
 
دا چارجر «پورش» کمپنۍ جوړ کړی او برلین کې يې د خپل دفتر مخې ته ايښی.
 
نوموړې کمپنۍ وایي، چې د دوی دغه تېز او چټک چارجر به برقي موټر ته د ۴۰۰ کیلومتره مزل کولو انرژي برابروي.
 
يادې کمپنۍ ويلي، اوسهال دغه چارجر په امتحاني ډول ځای پرځای شوی، خو راتلونکې کې به د جرمني په نورو ښارونو او امریکا کې هم نصب شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په پرمختللو هيوادونو کې برقي موټران په زياتېدو دي او دا هيوادونه هڅه کوي، چې د يادو موټرانو د بېټرۍ قوت ډېر او د چارجولو وخت یې راکم شي.