په انګلستان کې د «Snapchat» د پيغام رسونې خدمات غير فعال شوي

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د چنګاښ)، په سراسر انګلستان کې د «Snapchat» د پيغام رسونې خدمات د ستونزو سره مخ شوي، چې د يادي اجتماعي شبکې ټول کارونکي يې اندېښمن کړي دي.

ددغي شبکې کارونکي وايي، په انګلستان کې د «Snapchat» د پيغام رسونې خدمات د ډېرو خنډونو سره مخ شوي، چې اوسمهال په ټپه ولاړ دي.

د «Snapchat» سلګونو کارونکو او مشتريانو شکايت کړی، چې له تېري چهارشنبې راهيسې د يادې اجتماعي شبکې د پيغام رسونې خدمات غير فعال دي.

«Snapchat» ادارې پر ټوِيټر ويلي، چې له دې مسئلې او ستونزي څخه خبر دي، خو هڅه کوي، چې دې مسئلې ته حللاره ومومي او ژر تر ژره دا ستونزه حل کړي.

يادې ادارې ويلي، دا لا معلومه نه ده، چې ولې د «Snapchat» د پيغام رسونې د زياتو کارونکو او مشتريانو برخې سقوط کړی دی.