مايکروسافټ خپل نوی (Surface-Go) ټابليټ بازار ته راباسي

مايکروسافټ کمپنۍ به ډېر ژر خپل نوی او ارزان بيه (Surface-Go) ټابليټ بازار ته وړاندي کړي.

دغه نوی ترټولو کوچينی او لږ قدرتمند ټابليټ، چې په (Surface-Pro) هم مشهوره دی، د (۱۰) انچه ټچ سکرين يا پردې، مربوط «کېکسټنډ»، وينډوز (۱۰) نسخې او (Surface-Pro) ته د ورته ډيزاين درلودونکی دی، چې بيه يې له (۳۹۹) امريکايي ډالرو څخه پيليږي.

ياد نوی ټابليټ به د روانې جولای له ۱۰مې څخه بيا تر راتلونکي اګسټ پوري بازار ته وړاندي سي. د (Surface-Go) نوی ټابليټ د مايکروسافټ د ډيزاين فلسفې ته تغير نه ورکوي، ځکه دا نوی ټابليټ په حقيقت کې يوازي د (Surface-Pro) په ډول يوه نسخه ښکاري، چې په تېر (۲۰۱۴) کې بازار ته وړاندي سوې ده.

(Surface-Go) په خپل ځان کې «-Intel’s Pentium Gold 4415Y» پروسيسر، (4GB يا 8GB) رېم او (64GB يا 128GB) حافظه او ميموري لري.

دغه نوی ټابليټ د (Surface-Pro) په څېر د څلور ډوله رنګونو اختياري کيبورډ او اختياري قلم درلودونکی دی، چې دواړه هممهاله کار کوي.