
روهي (پنځه نۍ/۱۴ د چنګاښ)، د هندوستان د بالېوډ سېنما ستورې لوبغاړې پرینکا چوپړا پر خپل انسټاګرم حساب د هندوستان د لومړي وزير نرېندرا مودي او د بالېوډ سېنما د پخواني لوبغاړي امېبتاب باچن څخه ډېر فالورز لري.
د نوموړې د انسټاګرم د فالورز شمېر په اوس کې ۲۵ مېلېونه کسانو ته رسيږي، چې بل کوم کس يې په ياد هېواد کې نه لري.
لومړي وزير مودي ۱۳،۵ مېلېونه او د هندوستان د بالېوډ پخوانی ستوری امېتاب باچن يوازې ۹،۵ مېلېونه تعقيب کوونکي يا لېدونکي په انسټاګرم لري.
د يادونې وړ ده، چې د انسټاګرم په فالورز کې نوموړې له نورو مشهور لوبغاړو؛ ويرات کوهلي، سلمان خان، شارخ خان او عامر خان څخه هم وړاندې ده.