
روهي (درې نۍ/۱۲ د چنګاښ)، د سنجو (SANJU) په نوم يو هندي فلم وکولی شول چې د نندارې په څلور لومړيو ورځو کې له ۲۱ مېلېونه څخه زيات امريکا يي ډالر عوايد خپل کړي.
په سنجو فلم کې مرکزي رول د هند د بالېوډ سينما مشهورو لوبغاړو (رنبیر کپور، پریش راول او ویکي کوشال) لوبولي او د ډېرو مخکنيو فلمونو خپل کړي رېکارډونه يې مات کړی دی.
دغه فلم د هندوستان د ستوري لوبغاړي سنجي دات په ژوند باندې جوړ شوی دی، چې له نشر سره يې په ډېر شمېر مينوال پيدا کړي دي او د خلکو له خوا ستايل شوی دی.
په سنجو فلم کې د سنجي دت رول (کوشال) بازی کړی، چې په خپله د سنجي دت له خوا هم ستايل شوی او خوښ شوی دی.