اريانا سعيد ته د اتلانتيک شورا له خوا د ازادۍ جايزه ورکړل شوه

روهي (يوه نۍ/۳ د چنګاښ)، افغان هنرمندې او سندغاړې اريانا سعيد ته د اتلانتيک شورا له خوا د يادې شورا د ازادۍ په نوم جايزه ورکړل شوه.

نوموړې ته دغه جايزه د افغان ښځو د حقوقو او ملاتړ له امله د نوموړې د کارونو او فعاليتنونو د هڅونې په پار ورکړل شوې ده. اريانا سعيد دغه جايزه د تاوترېخوالي دوو افغان قرباني ميرمنو فرخنده او رخشانه په نوم وقف کړه.

اتلانتيک شورا په واشنګټن کې فعاليت کوي او په نړۍ کې د ښځو د حقوقو او ازادۍ په برخه فعالان ستايي چې په لومړۍ ځل يوې افغانې ميرمنې هم دغه جايزه تر لاسه کړه.

اريانا سعيد په دري ژبه سندرې وايي او کنسرټونه ورکوي، چې ډېر ځلې يې هنري لباسونه او فعاليتونه له افغاني او اسلامي اصولو سره په ټکر کې بلل کيږي او نېوکه پرې کيږي.