
روهي (درې نۍ/۱۵ د غوايي)، ټاکل شوې ده، چې د ټوټېر او اِنستګرام په پاڼو فعاله هندي کمېډي لوبغاړې (مالکه دعا) به له شاهرخ خان سره د صفر (زيرو) په نوم د بالېوډ په راتلونکي فلم کې راڅرګنده شي.
مالکه دعا د کميډي برخې ځوانه لوبغاړې ده، چې په ټوېټر، اِنسټګرام او فېسبوک کې په مېلېونه فالورز لري او هر ورځ په تازه ډول سره لېکنې او پوستونه کوي.
په ټولنيزو شبکو کې د نوموړې شهرت لامل شوي، چې مالکه دعا به د هند له مشهور لوبغاړي شاهرخ خان سره د هغې په نوي فلم (صفر) کې لوبيږي، خو د نوموړې د رول په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
د (زي نيوز) په نوم هندي وېب پاڼې هغه انځورونه خپار کړي دي، چې شاهرخ خان او مالکه دعا دواړه د ياد فلم د شوټېنګ لپاره امريکا ته تللي او هلته يې په ځينو برخو کار کوي.