
روهي (دوه نۍ/۷ د غبرګولي)، د هندوستان د بالېود فلم صنعت ستورې لوبغاړې کرينه کپور وايي، چې له واده وروسته هم د فلم په صنعت کې کار کوي، خو له واده وړاندې کار سره به په توپير کې وي.
نوموړې په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې له واده وړاندې يې په يو کال کې په دوه اود درو فلمونو کې کار کولو، خو به اوس په يو کال کې يوازې يو فلم نندارې ته وړاندې کوي.
کپور وايي، "اوس دومره وخت نه لرم څومره مې چې پخوا فلم ته ورکړی وو. اوس به هغه فلمونو کې کار کوم چې په پنځوسو ورځو کې بشپړ شي. له واده وروسته نشم کولی چې هر کال دوه - درې فلمونه جوړ کړم، بلکې هر کال به يو فلم وړاندې کوم."
کرينه کپور له واده وروسته په فلمونو کې د خپل رول په اړه وايي، "زه له يوې فلمي کورنه څخه يم. وړاندې مې فلمونه په نڅا او سندرو ډېر مينوال لرل، اوس هم په خپلو فلمونو کې نڅا (ډانس) او سندرې وايم، دا زما لپاره بې توپيره ده."
کرينه کپور ۳۷ کاله عمر لري او له تېرو ۱۸ کالونو راهيسې په بالېوډ کې لوبيږي. کرينه کپور دوه کاله وړاندې له سيف علي خان سره واده وکړ، د تيمور علي خان په نوم يو زوی لري او د واده له ځنډ وروسته به يې خپل نوی فلم په جون مياشت کې خپور شي.