پاکستان د اخترو په شپو - ورځو کې په هندي فلمونو بنديز ولګولو

روهي (نۍ/۵ د غبرګولي)، د (زي نيوز) په نوم يوې هندي رسنۍ خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت په ياد هېواد کې د راتلونکي کوچني اختر په شپو او ورځو کې د هندوستان بالېوډ په فلمونو لنډمهاله بنديز لګولی.

د زي نيوز په خبره، چې د پاکستان له حکومت څخه دغه غوښتنه هلته ځايي د سيمنا او فلم کارکوونکو کړې ده، ترڅو وکولی شي خپل توليد ته مينوال او لېدونکي پيدا کړي.

په کراچۍ کې د پاکستان د مالومات او نشراتو وزارت ويلي، چې هندي او نورو بهرني فلمونه به د کوچني اختر له راتګ څخه دوه ورځې وړاندې په ټول پاکستان کې بند وي او هېڅوګ يې بايد په سينما نندارې ته وړاندې نه کړي.

پاکستان او هندوستان ترېنګلې سياسي اړيکې لري، خو هندي فلمونه په پاکستان کې ښه بازار او په ډېر شمېر مينوال او لېدونکي لري، چې ځيني وخت د پاکستان حکومت پرې بندېزونه رامنځ ته کوي.