جان آبراهام: ساده ژوند لرم، باډي ګارډ او ساتونکي راپسې نه وي

روهي (پنځه نۍ/۲۳ د غبرګولي)، د هندوستان د بالېوډ سېنما مشهور سټار لوبغاړی جان آبراهام وايي، چې ساده ژوند يې خوښ دی او په اوس وخت کې ساده ژوند لري.

نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې د منځنۍ ټولګي په کورنۍ په پورې تړاو لري، ساده ژوند کوي، باډي ګارډ او نور ساتونکي ورپسې نه وي.

آبراهام دا هم ويلي، چې ساده د تګ - راتګ له موټر څخه ګټه اخلي او نه غواړي چې د نورو لوبغاړو په ډلو د خلکو منځ او د ګڼې - ګوڼې ډکو ځايونو ته لاړ شي، ترڅو د خلکو پاملرنه ځان ته واخلي.

دغه فلمي ستوری وايي، چې ساده او پرته له لوړ فېشن ژوند يې هم کورنی کلتور دی او هم دې ده په خپل خوښ دی، خو هڅه کوي چې په همدې ډول ژوند وکړي او بدل يې نه کړي.

د فلم ډېری لوبغاړي او په ځانګړي ډول د هندوستان د بالېوډ فلمي لوبغاړي ډېر لوړ ژوند لري او په اسانۍ ورسره لېده - کاته ستونزمن دي.