
روهي (څلورنۍ/۲ د غبرګولي)، د هند د کرېکټ د ملي لوبډلې مشر ويرات کوهلي او د بالېوډ مشهورې لوبغالې انوشکا شرما تېر کال واده وکړ او اوس يې پرېکړه کړې ده، چې تر يو وخت پورې به بچيان نه راوړي.
ښځه او خاوند چې په اوس وخت کې د فلم په صنعت او د کرېکټ په لوبو کې ډېر بوخت دي، رسنيو ته ويلي، چې دوی نه غواړي چې په اوس وخت او يا په نېږدې راتلونکې کې پلار او مور شي.
ويرات کوهلي وايي، چې هر کله چې په کور کې ماشومان ولري، نو د کرېکټ په برخه کې د خپلو برياوو لکه کپونو او ټرپيو نمونې به کور ته رانه وړي او پاملرنه به يې د خپلو بچيانو په اړه وي.
ويرات کوهلي او انوشکا شرما تېر کال په ايټاليا کې سره واده وکړ، اوس دواړه د بوخت کاري ژوند له امله نه شي کولی چې ډېر وخت په ګډ کورني ژوند کې سره يوځای پاتې شي.