عرفان خان له دوه مياشتني ځنډ وروسته په ټوېټر را څرګند شو

روهي (جمعه/۲۸ د غوايي)، د باليووډ مشهور فلمي ستوری عرفان خان له دوو مياشتو وروسته د چهارشنبې په ورځ پر ټوېټر بيا را څرګند شوی.

دا په داسی حال کې ده چې په مارچ مياشت کې عرفان خان ويلي و چې په نيورونډ کراين ټيومر ناروغۍ اخته دی. نوموړی اوس په بريتانيا کې تر درمنلې لاندې دی.

نوموړی د خپل راتلونکي فلم په اړه چې د اګست پر ۱۰ راوځي ټويټ کړی دی. عرفان خان تراوسه په سلم ډاګ ميليونر، لايف اف پای، جوراسک ورلډ او دي امېزېنګ سپايډرمن په څېر له ۱۰۰ زياتو باليووډ فلمونو کې کار کړی دی.