
روهي (څلورنۍ/۲۶ د غوايي)، د هندوستان د بالېوډ صعنت ستورې لوبغاړه پرېنکا چوپړا خپل نوی فلم چې په مهراتي ژبه ده، د (اوبه - پاڼي) په نوم دی، جوړه وي.
دغه فلم د اوبو د بحران او کمښت د يوې رېښتنې کېسې په اړه جوړيږي، چې په نېږدې وخت کې به يې د شتونېګ چارې پيل شي او وروسته به يې د خپرېدو نېټه اعلان شي.
پرېنکا چوپړا په خپل ټوېټر ليکلي وو، "مونږ خوښ يو چې خپله څلورمه مهراتي پروژه چې (Paani) نومول شوې ده او د اوبو د رېښتنې بحران په اړه ده؛ پيل کړو."
په هندوستان کې د اوبو کمښت، بې ځايه خرڅ او ککړېدنه هغه ستونزه ده، چې حکومت او ولس ورسره مخ دی او ډېری ستونزې يې رامنځ ته کړې دي.
پرېنکا چوپړا په (Paani) فلم سره غواړي د خلکو توجه د اوبو د ستونزو په اړه جلب او همدا ډول حکومت هغه نمګړتياوو ته متوجې کړي، چې د اوبو رسونې په برخه کې شتون لري.
نوموړې له دې وړاندې د پاکې هوا په اړه هم هنري کارونه کړي وو تر سره کړي، چې د هندوستان د حکومت له خوا يې په ملي کچه مډالونه تر لاسه کړي وو.