
روهي (پنځه نۍ/۲۰ د غوايي)، د هندوستان د بالېوډ ستار لوبغاړي سلمان خان او (ایلیا وینچر) ترمنځ د نېږدې څو کالونو راهيسې د مينې پټ تار موجود دی او دوی تر وروستې درجې هڅه کړي، چې دا مينه پټه وساتي.
که څه هم دواړو تر اوسه اعتراف نه دی کړی، چې له يو - بل سره مينه لري، خو په هندوستان کې ډېری خلک په دې باور دي، چې د سلمان خان او ایلیا وینچر ترمنځ له تېرو دوه کالونو مينه شته.
څو ورځې وړاندې ایلیا وینچر په ټوېټر په غېرې مسقيم ډول ليکي چې له سلمان خان سره يې اړيکه پای ته رسولې ده.
نوموړې ليکي، "په ژوند کې تر ټولو لويه غلتي چې ما تر سره کړه هغه په يو چا باندې د مينې باور وو. د بل چا په انتظار مه کېنئ، چې تاسې ورسره ژوند تېر کړی، بلکې خپل ژوند په خپله تېر کړئ."
ایلیا وینچر به له سلمان خان سره په ډېری محفلونو او ناستو کې يوځای وه او د نوموړې لپاره به هغه د خوښۍ شيبې وې چې کله به د سلمان خان د کورنۍ د غړو ترمنځ وه.