یوه سوداګر خبریالې ته د ۲۵میلون ډالرو مهر وړاندیز کړی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۹مه) په راپورونو کې راغلي، چې عربستاني یوه سوداګر یوې سوډانۍ خبریالې الاء المبارک، ته د ۲۵ میلیون ډالرو مهر ورکړې وړاندیز کړی دی.
 
د سوداګر نوم نه دی ښودل شوی، خو پر خواله رسنیو سوډانۍ ماډلې ته چې په (لوشي) شهرت لري د هغه پر وړاندیز پراخ بحثونه روان دي.
 
ویل شوي، چې نوموړې خبریالې پر ټوېټر غبرګون وښود، چې سوډانۍ ده او له سوډاني سره به واده وکړي.
 
د لوشي لیکلي، چې هغه پر خپل افریقايي تابعیت ویاړي او له سوډاني پرته به له بل چا سره واده ونه کړي.
 
معلوماتو له مخې، هغې له دې وړاندې هم دغه سوداګر ته لیکلي وو چې واده ورسره کوي خو وروسته پښېمانه شوې ده.
 
بل خوا د نیلین په نوم وېبپاڼې د یاد سوداګر له خولې لیکلي، د لوشي د ۲۵ میلیون ډالرو مهر سربېره یې هغې ته د سعودي ریاض کې د یوه ګران بیه کور ورکولو ژمنه هم کړې وه.