
روهي (درې نۍ/۱۱ د غوايي)، د هندوستان د بالېوډ سېنما مشهوره سټار لوبغاړې انوشکا شرما د خپل واده په لومړي کال د عمر دېرش کلنۍ ته ورسېده.
انوشکا شرما په کال ۱۹۸۸ کې د مې په لومړۍ نېټه زېږېدلې ده، چې نن د مې لومړۍ نېټه يې د زوکړې له دېرشمې کليزې سره برابره ده.
انوشکا شرما د هندوستان د کرېکټ له مشهور او غښتلي لوبغاړي ويرات کوهلي سره تېر کال په ايټاليا کې واده وکړ.
ويرات کوهلي د خپلې ميرمني د زوکړې د ۳۰ مې کليزې په اړه په ټوېټر ليکي، "د زوګړې ورځ د مبارک شه! زما مينې. په ژوند کې ترټولو مثبت او رېښتنې کس چې زه يې پېژنم. مينه درسره لرم."
که څه هم دواړو تېر کال واده وکړ، خو اوس وخت ويرات کوهلي په ۲۰ اوريزو سياليو او انوشکا شرما په خپل نوي راتلونکي فلم، چې له شارخ خان سره يې په کې کار کړی، بوخته ده. نو په همدې اساس دغه جوړه له واده وروسته ډېر کم وخت پيدا کوي، چې له يو او بل سره وګوري.