
روهي (ځلورنۍ/۵ د غوايي)، د هندوستان د بالېوډ سېنما ستورې لوبغاړې سونام کمپور وايي، چې د واده په اړه يې اوازې دروغ دي او په اوس وخت کې يې ټوله توجه خپل راتلونکي فلم ته ځانګړې کړې ده.
سونام کپور د ځان او (انان اجو) په اړه هغه خبرې اوازې وبللې، چې د خلکو په وينا راتلونکې مياشت به دوی سره واده وکړي.
د نوموړې په وينا، زما راتلونکی فلم Veere Di Wedding دی چې د روان کال د جون په لومړۍ نېټه به نندارې ته وړاندې شي او په همدې اساس په اوس وخت کې د ياد فلم په جوړلو بوخته يم او د واده پلان نه لرم.
کمپور وايي، چې د واده په اړه ټاکلی پلان او ټاکلی وخت نه لري خو هغه وخت به يې خلک له واده خبر شي، چې موقع يې راشي.
د هند په بالېوډ سېنما کې د لوبغاړو زياته بوختيا او له کار سره مينه د دوی په کورني ژوند اغېز کړی، چې ځينو يې لا تر اوسه وادونه نه دي کړي او يو شمېر نور له وادونو وروسته هم د مياشتو په ځنډ سره ګوري.