
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، غويي۵مه) پښتو سندرغاړې نازیه اقبال د پنجاب روات تهاڼه ته ویلي، چې ورور افتخار احمد ددې کم عمره لوڼو سره جنسي تیری کړی دی.
نوموړې ویلي، چې ددې او خاوند مصروفیتونو له امله یې خپل ورور د لوڼو د ساتنې لپاره کور ته را وستی و.
نازیه اقبال اقرار کړی، چې لور ګانو یې ورته هر وخت شکایتونه کړي خو ورور یې دا د ویډیو کلپونو په ښودلو ډاروله.
هغې ویلي؛ پرون سهار یې د خپلې لور ژړه اورېده چې کله کوټې ته ورغلې نو ناڅاپه یې په کوټه کې خپل ورور لیدلی دی.
د ډان ورځپاڼي په حواله، په دې اړه د روات تهاڼي د پولیسو مشر ویلي، چې طبي راپور هم د دواړو اغیزمنو شویو خویندو سره د جنسې تیري تصدیق کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د نازیه اقبال ورور هم په دې جرم باندې اعتراف کړی دی.