د شعیب مالک زوی پیدا کېدو غبرګونونه راپارولي

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غويي۳مه) د ټولنیزو رسنیو له مخې، د پاکستاني خاوند او هندۍ میرمنې زوی پیدا کېدو ګن غبرګونونه راپارولي دي.
 
ویل شوي، چې د پاکستان کرېکټ لوبغاړي شعیب مالک او هندۍ سانیا میرزا زوی پیدا شوی دی.
 
دوی دواړو پر خپل ټوېټرونو د زوی په پیدا کېدو خوښي ښودلې ده.
 
 سانیا میرزا چې د هند ټینس لوبغاړې ده. لیکلي یې دي؛دا خوشاله ده چې نړۍ ته یې نر بچی راوړی.
 
بل خوا شعیب مالک بیا لیکلي، چې د ده کورنۍ لپاره د خوښۍ ورځ ده.
 
دواړو لوبغاړو په خپل نوي پیدا ماشوم"میرزا مالک" نوم ایښی چې د پلار او مور له نومونو يو تركيبي نوم دی.
 
دا خبره هندي رسنیو زیات خپور کړی، خو پاکستانۍ رسنۍ پرې غلي دي.
 
د دواړو هېوادنو اړیکې له ډير وخت راهیسې سره خړې پړې وې دي.