
روهي (دوه نۍ/۳ د غوايي)، د هالیووډ لوبغاړې (نیټلي پروټمین) وایي، د اسراییلو د لومړي وزیر نتن یاهو د پالیسیو مخالفه ده ځکه یروشلم کې مراسمو ته نه ځي. دا په داسي حالی کې ده چې په دغو مراسمو کې مېرمن پورټمین ته دوه میلیون ډالرو جایزه ورکول کېده.
مېرمن پروټمین چې تيره ورځ په خپل انستاګرام ليکي وو، چې په دې مراسمو کې نتن یاهو وینا کوله، زه د هغه پلوي نه یم ځکه په دي مراسمو کې مې ګډون ونکړ.
د ځیرک ډالۍ بنسټ چې ۲۰۱۳ کال کې پیل شوې او دا ډالۍ هغو خلکو ته ورکول کېږي چې د یهودو راتلونکي نسل ته الهام وي.
پروټمین د اسراییل د کلتور وزیر هغه تورونه هم رد کړي چې نوموړې په دې تورنه کړې ده چې پورټمېن د اسراییل خلاف بي ډي اېس هڅو ملاتړې ده.