زاکربرګ: د فیسبوک کاروونکو د امنیت لپاره نوي اقدامات کوو

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۸مه) د فیسبوک مشر  زاکربرګ وایي، چې د کاروونکو د امنیت لپاره نوي امنیتي تدابیر نیسي.
 
د  نوموړې دې برخې ته وروسته له هغې پاملرنه زیاته شوې، چې یوه شرکت د فیسبوک د ملیونونو کاروونکو معلوماتو ته د لاسرسي ادعا وکړه.
 
ویل شوي، چې فیسبوک په دې سره ملیاردونه ډالر زیان لیدلی دی.
 
ددغې شبکې مدیر زاکربرګ تازه ویلي، چې دوی د خپلو کاروونکو د امنیت خوندیتابه ته، جدي او نوي تدابیر تر کار لاندې لري.
 
نوموړي زیاته کړې، چې لومړی سر کې به ټولې هغه پاڼې څېړل کېږي چې ډېر مخاطبین لري.